۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې ځايي سرچینې د دغه ولایت په رخه ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د نښتو له دوامه خبر ورکوي.
د سرچینو په وینا، د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ نښته چهارشنبه، د غبرګولي پر ۹ د ۷:۰۰ شاوخوا د رخې ولسوالۍ حصارک سیمه کې پیل شوه او تر اوسه دوام لري.
سرچینې جوتوي، چې په دې نښته کې تر اوسه لږ تر لږه ۱۳ طالبان وژل شوي دي.
سرچینو د مقاومت جبهې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د سرچینو په وینا، نښته داسې مهال وشوه، چې طالبانو د مقاومت جبهې پر پټنځای برید وکړ.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مقاومت جبهې جنګیالي او طالبان پرون هم د رخې ولسوالۍ چمالورده سیمه کې سره نښتي و.