۸صبح، نورستان: د نورستان دوآب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په خپل شخصي لګښت یې یو کیبلي پُل جوړ کړی دی.
هغوی پنجشنبه د چنګاښ پر ۱۴مه ویلي چې پر دغه پله څلور میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی.
دا پُل د دوآب ولسوالۍ په کورګل دره کې جوړ شوی دی.
د سیمې اوسېدونکي سمیعالله ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا پُل پرون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نوموړی زیاتوي چې دا پُل ۳۱ متره اوږدوالی او ۲.۵ متره پلنوالی لري او دواړو خواوو کې یې استنادي دیوالونه هم جوړ شوي دي.
سمیعالله وايي چې په کورګل ولسوالۍ کې لږترلږه ۳۰۰ کورنۍ اوسي او د پله له جوړېدو وړاندې له ګڼو ستونزو سره مخ وې.
د یادونې ده چې د روانې میاشتې په ۱۰مه نېټه د غزني ناور ولسوالۍ د باتور سیمې اوسېدونکو په خپل لګښت د ښوونځي لپاره یوه ودانۍ جوړه کړې وه.





