غزني کې صنعتکارانو په وروستیو کلونو کې د لمریزو منقلونو جوړولو ته مخه کړې ده. دغه منقلونه په کمو امکاناتو دقیق او په لوړ ظرفیت جوړ شوي دي. په روان ناوړه اقتصادي وضیعت کې په هېواد کې د سونتوکو بیو له لوړوالي سره اوس دغه منقلونه د غزني اوسېدونکو له خوا ډېر کارول کېږي.
هغه کورنۍ چې دغه محصول کاروي، له کار څخه یې راضي دي. د دغو منقلونو د فابریکې مسوولان هم په وروستیو میاشتو کې د خپل کاروبار له ښه کېدو خبر ورکوي.
دغه منقلونه په داسې توګه جوړ شوي، چې په مستقیمه توګه د لمر د وړانګو په واسطه کار کوي، د پخلي زمینه برابروي او د اوبو د تودولو لپاره هم کارول کېږي.
د دغو لمریزو منقلونو د جوړولو لپاره حوصله، ظرافت او لوړ دقت پکار دی. اوس په غزني کې صنعتکاران په ورځ کې تر ۱۰ ډېر دغه لمریز منقلونه جوړوي. د دغو منقلونو د جوړولو لومړی وسپنیز چوکات جوړېږي. وروسته له هغې یې مخ په مقعر ډولو هېندارو پوښل کېږي او وروسته د ښیښو وار رسېږي، دغه ښیښې له مخکې په وړو وړو ټوټو وېشل شوې وي، د دغه منقل سطح یو له بل سره داسې برابرېږي، چې د فابریکې په سر کې یو انځور د دغو ټولو منقلونو په هېندارو کې ښکاره شي. کله چې دغه کار ترسره شو، دغه کوچنۍ هېندارې، د لمر وړاندې ټاکل شوي ځای ته انعکاس کوي. دغه د لمر انعکاس شوې وړانګې په یوه ټکي کې د ګرم والي لامل ګرځي. کله چې دغه پړاو پای ته ورسېد، د دغه منقل د انعکاس په ټکي کې وسپنیزه کړۍ د لوښو د ځای پرځای کېدو لپاره جوړېږي. د دغې کړۍ په جوړولو سره د منقل د جوړولو پړاوونه بشپړېږي.
په غزني کې د منقلونو د جوړولو د یوې فابریکې مسوول لیاقت علي د خپل کاروبار له ښه والي خوښ دی. هغه وایي، د لسو ځوانانو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې ده. هغه زیاتوي، چې په لومړیو کې يې په یوازې توګه کار پیل کړ او د وخت په تېرېدو سره خلکو دغه منقلونه وپېژندل او اوس څو تنه د هغه په فابریکه کې په کار بوخت دي او په ښار کې یې څو نورې کارخونې هم جوړې کړې دي.
په غزني کې د دغو منقلونو تولیدونکي وایي، چې اوس ډېری کورنۍ د لرګیو او د ګاز د بیو د لوړوالی او د دوامداره برېښنا د نشتوالي له امله دغه محصول کاروي.
عبدالله هم د غزني په یوه څنډه کې د دغو منقلونو یوه کارخونه جوړه کړې ده. هغه وایي، چې اوس پر دغه ولایت سربېره له نورو ولایتونو هم پېردونکي لري، چې هره ورځ د دغه توکي د پېرلو لپاره د غزني ښار ته راځي. د هغه په وینا، د منقلونو جوړولو په کار کې لوړ دقت او ښه کار د دې لامل شوی، چې پېردونکي یې زیات شي.
د ناوړه اقتصادی وضیعت او د کار نشتوالی د دې لامل شوی، په افغانستان کې د لمریزو منقلونو کاروبار ښه شي. ۳۰ کلنه زهرا د کور ښځه ده او څلور ماشومان لري. د هغې خاوند د بیارغونې په برخه کې کار کاوه؛ خو د کار د نشتوالي له امله يې په تېرو میاشتو کې عاید ډېر کم شوی دی. زهرا د دغو منقلونو د ښېګڼو په هکله داسې وایي: «له کله مو چې دغه منقلونه پېرلي، د ګاز او لرګیو لګښت مو ډېر کم شوی دی. دا منقل ټوله ورځ کاروم. د ټول پخلي او د چای دمولو لپاره کار ورکوي. ان تر دې حمام او د جامو مینځلو لپاره اوبه راته جوش کوي او هېڅ لګښت هم نه پرې راځي.»
له بلې خوا چاپیریال ته زیان نه رسول د دغو منقلونو بله ګټه ده. همدارنګه د کارولو پر مهال هېڅ لوګی هم نه کوي. صالحه یوه ځوانه ښځه ده، چې تنفسي سیسټم یې له لوګي او خاورو سره حساسیت لري. هغه وایي، مخکې له دې یې نه شوای کولی، چې په پخلي کې د کور له نورو وګړو سره مرسته وکړي؛ خو اوس د دغو لمریز منقلونو په کارولو سره کولای شي، چې د کور کار وکړي او خپله ستونزه پرې هواره کړي.
د ویلو ده، چې دغه منقلونه یوازې د لمر په وړانګو کار کوي.