۸صبح، هرات: هرات کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت د استخباراتو ریاست د هرات د استنیاف څارنوالۍ دوه برحاله څارنوالان نیولي دي.
سرچینې زیاتوي، چې طالبانو شنبه د چنګاښ پر ۱۱ د فرهاد قاري زاده او ناصر شیرزادي په نامه دوه څارنوالان له کارځایه بیولي او له تر دا مهاله یې برخلیک روښانه نه دی.
ویل شوي، چې دا دوه څارنوالان د پخواني حکومت پر مهال هم دنده کړې او پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته دندو ته غوښتل شوې دي.
تر اوسه روښانه نه ده، چې دا دوه څارنوالان په کوم تور نیول شوي؛ خو دې چارې د پخواني حکومت کارکوونکي چې لا هم په دغه ریاست کې دنده لري، اندېښمن کړې دي.