۸صبح، هلمند: هلمند او روزګان کې دوه خبریالان له بنده خوشې شوې دي.
دا دوه خبریالان چې څه موده له طالبانو سره بندیان ول، نن یکشنبه د چنګاښ پر ۱۲ ازاد شوې دي.
روزګان کې د خبریالانو کمېټې مسوولان وايي، چې ۳۵ ورځې وړاندې خان محمد سیال د نامعلوم لامل له کبله نیول شوی و. د یادې کمېټې په خبره، نوموړی نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
له بلې خوا هلمند کې د تکل په نامه یو بل خبریال چې ۱۴ ورځې وړاندې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس به امر بندی شوی و، نن ازاد شو.
دا په داسې حال کې ده، چې په دغو ولایتونو کې ځینې خبریالان شکایت لري او وايي، چې طالبانو پرې محدویتونه وضع کړي دي.