د جګړو او ناامنیو ترڅنګ چې له کلونو راهیسې یې افغانان له مرګونو او کړاوونو سره مخامخ کړي؛ دا ځل طبيعي پېښو هم د ډېرو افغان وګړو ژوند ترې واخیست، یو شمېر یې بې کوره او له اقتصادي ناورین سره مخامخ کړل.
که څه هم د هېواد په ډېری ولایتونو کې جګړه روانه ده او هره ورځ د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د مرګ ژوبلې خبرونه خپرېږي، دا ځل سېلابونو هم خلک کړولي دي.
په وروستیو ورځو کې سختو ورښتونو او سېلابونو د هېواد په کابو ۲۵ ولایتونو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د پېښو په وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت د اعلان له مخې، ورښتونه چې د غويي په یوولسمه نېټه پيل شوي په ۲۵ ولایتونو کې يې له امله ۵۶ تنه مړه، ۲۵ ټپیان او له دېرشو زیات بې درکه شوي دي.
د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، په بدخشان، غور، وردګو، بغلان، بامیان، سمنګان، هرات، خوست، نورستان او دایکندي ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. دغو سېلابونو درې زره څاروي مړه کړي او په زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې دي، همداراز څه د پاسه ۴۰۰ کورنۍ هم له خپلو سیمو بې ځایه شوې دي.
د پېښو په وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې د دغه وزارت ولایتي کمیټو له سېلاب ځپلو سره د مرستې لړۍ پيل کړې ده.
دا چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او په ډېری ولایتونو کې خلک په کرنیزو چارو بوخت دي او ورځني لګښت له همدې لارې ترلاسه کوي نو کرنه د دوی د عوایدو یوازینۍ سرچینه ده.
د خوړو له ناورین سره د مبارزې نړیوالې شبکې د ارزونې له مخې، افغانستان د نړۍ په هغو درېیو هېوادونو کې شمېرل کېږي چې د خوړو له کمښت سره مخ دي. ددې شبکې په تازه رپوټ کې ویل شوي چې ناامني، د کورونا ویروس خپرېدل، وچکالي او سېلابونه د خوړو د کمښت او نه خوندیتوب لاملونه دي.
اخوا، د ملګروملتونو د خوړو نړیوال سازمان هم ویلي چې په روان کال کې په افغانستان کې میلیونونه وګړي د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي او ټاکل شوې له دیارلس میلیونه افغان وګړو سره د خوراکي توکو مرستې وکړي یا د دغو توکو د ترلاسه کولو لپاره نغدې پیسې ورکړل شي.
په افغانستان کې ډېری بې وزله وګړي آن دروېزې ته اړ کېږي چې په وروستیو کلونو کې پر لارو کوڅو کې ددغو سوالګرو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی. دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې افغانستان اوس د دغو ټولو ناخوالو ترڅنګ د کورونا ویروس له درېیمې څپې سره مخامخ شوی دی.