ارګ ته د طالبانو په راستنېدو، د ناخوالو نوی پړاو پيل شو. سقوط دوام لري او لا یې د ژورتیا او پای په اړه اټکل نشي کېدای. ټولنه په دې تیاره لار کې غورځېږي او لا کندو ته ځي. د وخت په تېرېدو سره وخت محدودېږي، زده کړه او تحصیل خپل رونق له لاسه ورکوي، تعصب او ځپلو د ډېری وګړو لپاره فضا تنګه کړې او د خلکو د عوایدو سرچینې د هرې ورځې په تېرېدو سره کمېږي. خو لا هم دا د محدودیتونو، ځپلو او لوږې تر ټولو بده بڼه نه ده چې روان وضعیت یې زموږ پر خلکو تپلی شي.
د ټولنې بېلابېلو پرګنو په دې اړه ډول ډول غبرګونونه لرلي دي. یو شمېر کډه شوي، ځینو ټوپک ته لاس کړی او یو شمېر بیا د طالبانو د فشارونو په وړاندې څومره یې چې وس درلود مقاومت کړی او هڅه یې کړې د اعتراض او حق غوښتنې څراغ روښانه وساتي. د نخبه او پوهو، د پانګونې خاوندان او د منځنۍ کچې په ګډون بېلابېلو پرګنو هڅې کړې چې له هر ډول لارو د فشارونو په وړاندې خپل غږ پورته کړي، خو د خلکو مطلق اکثریت، د ټولنې اصلي برخه بې نوم او نښانه ددې سقوط تر فشار لاندې ځپل کېږي. د هغو رسنیو غږ چې تړل شوې، تحصیلی مرکزونو او د مدني ټولنې بنسټونو مرکزونه چې له محدودیت سره مخ شوي، هغوی چې په اسلامي جمهوري نظام کې د فعالیت له امله په ډزو ویشتل شوي او هغوی چې د طالبانو پر وړاندې یې وسله پورته کړې، تر یوه بریده اورېدل شوی او د دوی د وضعیت په هکله شمېرې او مالومات موجود دي. خو د هېوادوالو زیاته برخه چې ویل کېږي څه د پاسه نوي سلنه یې د خوړو لپاره کافي خواړه نه لري، غږ یې نه اورېدل کېږي. څوک نه پوهېږي چې هره ورځ څومره ماشومان له لوږې مري او څو تنه میندې او پلرونه له وزګارۍ او پراخو کړاوونو له امله په ګونډو کېږي. یوازې دومره پوهېږو چې ځینې خپل بدن غړي او یو شمېر یې آن خپل ماشومان پلوري، ځینې پر واټونو دروېزه کوي او ګڼ شمېر هم د شپې وږي ویده کېږي.
د ژمي په رارسېدو سره د کار او هڅو زمینه کمېږي او په عین کال کې د سون توکو او ژوندانه لګښتونه لوړېږي. ایا بشر دوستانه مرستې دومره دي چې سږ کال زرګونه بې عایده کورنۍ د لوږې او مړینې له شکنجې وژغوري؟ د سږکال ژمی به د تېر کال په پرتله سخت وي، ځکه په یوه کلنه وزګارۍ او اقتصادي سقوط کې، د خلکو د ورځني ژوندانه سرچینې کمې شوې او زیات شمېر خلک د بې وزلۍ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي دي. له دوی پرته، د طالبانو اداره د بودیجې له کمښت سره مخ ده، جنګیالی یې په میاشتو معاشونه نه اخلي او په پوځي مرکزونو کې پوره خواړه نه لري. له دې امله د جنګیالیو او طالبانو د ادارو په ګټه د بشري مرستو لګول زیات شمېر وګړي دغو مرستو ته له لاسرسي بې برخې کوي. ښایي په کلیو او ناحیو کې خلک د مرستو ډېرې پاڼې ترلاسه کړي، خو په عمل کې دا مرستې مستحقو کسانو ته نه رسېږي او ګڼ شمېر وګړي د هېرېدو په کنده کې ډوبېږي.
که څه هم پوهېږو د هېواد د بنسټیزو ستونزو له اوارولو پرته چې د ولسي حکومت او عادل نظام نشتوالی دی، دا کړاوونه به دوام وکړي، خو د لوږې ناورین ته رسېدنه د ټولو ملي او بيړنی مسوولیت دی. سیاسي فعالین، مرستندویه بنسټونه او هغه کسان چې د مرستو د جلب لپاره له اړیکو او امکاناتو برخمن دي، باید له لوږې د خلکو ژغورلو ته لومړیتوب ورکړي او د راتلونکي ژمي لپاره تدابیر وسنجوي.