۸صبح، کابل: کابل کې سرچینې تاییدوي، چې طالبانو د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ته اجازه نه ده ورکړې، چې جرمني ته سفر وکړي.
سرچینې شنبه د تلې پر ۳۰ وایي، چې ټاکل شوې وه حامد کرزی په یوه ناسته کې د ګډون لپاره د جرمني برلین ته سفر وکړي.
د سرچینو په وینا طالبانو هغه ته اجازه نه ده ورکړې، چې سفر وکړي.
تر اوسه روښانه نه ده، چې طالبان ولې حامد کرزي ته اجازه نه ورکوي، چې له هېواده بهر ته سفر وکړي.
طالبانو له دې مخکې هم د حامد کرزي د سفرونو مخه نیولې وه. دغې ډلې د غویي میاشتې په وروستیو او روان کال کې پخواني ولسمشر ته اجازه ورنهکړه، چې له هېواده ووځي.