۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا د ۱۵ ملکي وګړو د نیولو خبر ورکوي.
سرچینې سه شنبه د مرغومي پر اووهویشتمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې طالبانو دغه کسان دوې ورځې مخکې د عنابې ولسوالۍ له ابدرې سیمې نیولي دي.
د سرچینو په وینا، نیول شوي کسان سپینږیري او تنکي ځوانان دي.
سرچینې جوتوي، چې طالبانو دغه کسان د وسلې لرلو په پلمه نیولي او زنداني کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پنجشېر کې د ملکیانو نیول په داسې حال کې زیات شوي، چې تازه د طالبانو استخباراتو د کابل او د پلازمینې به شمال کې پرتو ولایتونو د سیمو له استازو غوښتي، چې د مخکیني حکومت د پوځیانو او هغو کسانو نوملړ، چې له بهرنیانو سره یې کار کړی د دې ډلې په واک کې ورکړي.