۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې یو سړی د طالبانو له شکنجې وروسته په روغتون کې مړ شوی دی.
سرچینې سه شنبه د مرغومي پر اووهویشتمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دغه سړی خالمحمد نومېده او کابو ۱۵ ورځې مخکې د پنجشېر په عمرز سیمه کې د طالبانو له خوا نیول شوی و.
د سرچینو په وینا طالبانو خالمحمد له زیاتې شکنجې وروسته د پنجشېر ایمرجنسي روغتون ته لېږدولی و؛ خو نوموړي د خراب روغتیایي وضعیت له امله د دوشنبې پر ورځ د مرغومي پر ۲۶ نېټه ساه ورکړه.
طالبانو خالمحمد له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی او شکنجه کړی دی؛ خو سرچینې وایي، چې هغه له کومې ډلې سره اړیکه نه لرله.
له دې مخکې هم طالبانو د پنجشېر لسګونه اوسېدونکي له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور شکنجه او وژلي دي.