۸صبح، نیمروز: نیمروز کې سیمهییزې سرچینې وايي، چې تېره یوه میاشت کې له ایرانه نږدې دېرش زره افغان کډوال ایستل شوي او د ورېښمو پل له لارې هېواد ته دننه شوي دي.
سرچینې دوشنبه د سلواغې پر درېیمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې په مرغومي میاشت کې ۲۹ زره او ۹۳۳ افغان کډوال، چې کورنۍ هم پکې شاملېږي په جبري توګه او په خپله خوښه د ورېښمو پل له لارې هېواد ته راغلي دي.
د نیمروز ولایت د کډوالو په ریاست کې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته تاییدوي، چې ډېری دغه کسان په جبري توګه له ایرانه ایستل شوي دي.
که څه هم هغه ځانګړې شمېرې نه وړاندې کوي، خو وایي چې نږدې ۸۰ سلنه دغه کسان په جبري توګه ایستل شوي دي.
د ویلو ده، چې هره ورځ زرګونه تنه افغانان د بېوزلۍ، وزګارۍ او اقتصادي ستونزو له امله په قانوني او غیرقانوني توګه ایران ته ځي.