د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې افغانستان ته له ترکمنستانه د وارداتي برېښنا قرارداد د ۲۰۲۳ زېږدیز کال تر پایه غځول شوی دی.
دغه شرکت دوشنبه د سلواغې پر درېیمه نېټه د یو لړ ټویټونو په خپرولو د ترکمنستان په عشقاباد کې د یوه کال لپاره د دې قرارداد د تمدید خبر ورکړی دی.
د طالبانو حکومت تازه له ازبکستان او تاجکستان سره هم د برېښنا د وارداتو قراردادونه غځولي دي.
د ویلو ده، چې ازبکستان په دې ورځو کې افغانستان ته د برېښنا صادرات درولي او د پلازمېنې اوسېدونکي له دې امله شکایت لري.