افغانستان د خپل تاریخ پر یوې خورا پېچلې، کړکېچنې او لالهانده لاره ولاړ دی، هغې لارې چې که په دقت، هوښيارۍ او ژمنتیا او ځواکمنتیا سره پرې ګام کېنښودل شي، د نن ورځې په پرتله به ډیر تیاره، له کړاوونو ډک او ډیر ویجاړونکی پای د افغانستان په تمه وي. طالبان د ډبرې د پېر په جنون او ظلم سره سرونه وهي، د انساني او نننۍ نړۍ د ژوند ټغر ټولوي، هېوادوال يې له هر ډول بشري حقونو بې برخې کړي او کوي، د خلکو پر شونډو یې د چوپتیا مهر لګولی او د هغوی غوږونو ته یې د نه اورېدو کولپ اچولی دی. ټول یې د پوښتنې د حق نه لرلو د رعیت کچې ته راټيټ کړي او هېواد یې د نړیوالې ترهګرۍ د کندۍ پر ژی درولی دی. د طالبانو تر واک لاندې افغانستان تر اېرو لاندې اور ته ورته دی. هره شېبه تمه کېږي چې د طالبيزم د کرکې او نفرت لمبې ژبغړانده شي او ټول له یوې مخې وسوځوي.
په داسې یو حالت کې چې بېوزلۍ او لوږې، وېرې او ګروېږنو ټول تر پوزې رسولې او وطن د طالبانو د افراطیت قرباني شوی او هره ورځ د نړیوال نظام له صحنې جلا کیږي، ښځې او نجونې د ټولنې له ټولو برخو نه په بشپړه توګه حذف شوې دي او هره ورځ د دې ډلې په استکبارانه او سخت دریځو اېډیالوژیکو سیاستونو سره د ژوند کولو لپاره خپلې هیلې له لاسه ورکوي، ډیری نجونې مجبورې شوې دي چې د یوه سړي په تېره بیا طالب دریمه او څلورمه ښځه وي او مخکیني امنیتي ځواکونه هر ورځ د دې ډلې د جنګیالیو له لوري په رڼا ورځ د ټولو د سترګو په مخکې وژل کیږي او صحرایي محاکمه کیږي. په داسې یو حالت کې لیدل کیږي چې د طالبانو مخالف بهیرونه د دې پر ځای چې د طالبانو پر وړاندې راټول، همغږي او یو موټی شي، د پخوا په پرتله واقیعت برعکس ښيي او په دې توګه د دې ډلې سیاسي عمر زیاتوي او د داعش، القاعدې او د دغو ډلو اړوند نورو ترهګرو او انسان وژونکو ډلو حضور ته زمینه برابروي. که د طالب ضد حوزه، د مړو پر قبرونو له ژړا نه پورته نه شي او د سیاسي او نظامي مبارزې په یوه صف کې ونه دریږي او ناهیلي شوي مدني او سیاسي ځواکونه پر یوه محور او ګډه داعیه چې د ترهګرۍ له شر او منګولو نه د هېواد ازادول دي، راټول نه کړي او هر څوک د تمامیت غوښتنې او ځان لوړ ښودلو ډول ته څنډې وغورځوي، د خپل سياسي ژوند د زوال بهير ګړندی کوي او د ځان پر وړاندې د تاريخ قضاوت لا زيات خطرناک او ظالمانه کوي. په دې وروستیو کې یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو او د پخواني حکومت لوړ پوړو چارواکو په لندن کې په اندرابیو کې د مقاومت د جبهې د یوه قوماندان خیر محمد خیرخواه د مړینې د څلویښتۍ په مناسبت یوه غونډه جوړ کړې وه.
په دې غونډه کې ګڼ شمېر سیاسي څېرو په انلاین ډول ګډون کړی و او له طالبانو سره یې په مخامخ جګړه کې د ګډې مبارزې او یووالي غږ وکړ. د دغو سیاسي څېرو او جهادي مشرانو تکراري څرګندونې ښيي چې دوی په خپلو پخوانیو او اوسنیو ژورو اختلافاتو اعتراف کوي او ان د طالبانو پر ضد یې په دروغو د اېتلاف د جوړېدو غوښتنه کړې ده. داسې ښکاري چې د طالب ضد حوزې تر منځ ژور درزونه شته او دغه ډله له شته اختلافاتو نه د خپلې ګټې لپاره کار اخلي. د اکثرو دغو پخوانیو چارواکو له خبرو دا پايله اخیستلای شو چې د دغو سیاستوالو د پلان نشتوالی او سرګرداني پای نه لري، ځکه چې له سقوط او د طالبانو له خوا د ټولو له سپکاوي وروسته داسې تمه کېده، چې دا ځواکونه به د طالبانو پر ضد راپاڅي او د تېرو دوو لسیزو له تجربو نه په زده کړې سره له طالبانو د وروسته افغانستان لپاره نوی پلان جوړ کړي، خو لیدل کېږي چې هر يو يې غواړي چې د طالبانو پر وړاندې د بلامنازعه مقاومت مشر شي، او ان د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر ته د سپکاوي په پار د «وراره» خطاب کیږي. دا په دې مانا چې دوی د طالبانو پر وړاندې د احمد مسعود له مشرۍ سره موافق نه دي، خو هیڅ یو یې د جګړې یونیفورم نه اغوندي. له یوې خوا زاړه شوي، له بلې خوا هوساینې ته رسیدلي او نه غواړي چې خپل له سوکالۍ ډک ژوند د لوګیو او باردو په ژوند بدل کړي.
د دوی اولادونه چې د رهبرۍ په تمه ناست دي، د طالبانو پر وړاندې جګړې ته څه نه لري، فیسبوکي حرکتونه او په مجازي نړۍ کې د رهبرانو د زامنو اکټونه د طالبانو پر ضد د درېدو او د ګډې او واحدې جبهې د جوړېدو دلیل نه شي کیدای. ډيری هغه سیاستوال چې د طالبانو مخالف دي، له طالبانو د وروسته دورې د سیاسي نظام د ماهیت او د واک او سیاست تر منځ مناسباتو په تړاو کره او دقیق تعریف نه لري او اوس هم غواړي چې واک په پخوانۍ تله وتلل شي.هغه څه چې د ثبات، پرمختګ او د حکومتولۍ د پياوړتيا پرځای يې قومي او ټولنيز واټنونه ژور کړل او فضا يې بندون ته ورسوله او په پایله کې یې د شتمنيو د وېش پر سر جنجالونه د طالبانو د بیا واکمنېدو لامل شول. د تېر څه باندې یو نیم کال تجربې وښوده، چې د طالبانو مخالف سياسي قوتونه په خپل نړۍ لید اوهغو فرضیو سره چې په هېواد کې یې د واک او سیاست په تړاو لري، په یوه لیکه کې اوږه په اوږه د طالبانو پر وړندې نه شي جنګېدلای.مګر دا چې د عقل پالنې، ازادۍ او برابرۍ پر محور راټول او رامیدان ته شي. له دې سیاسي بې وسۍ او اوسنیو جوړښتونو سره هیڅ سیاسي ډله په یوازې سر نشي کولای چې د طالبانو پر وړاندې اغېزناک ټولنیز او سیاسي ځواکونه راجلب کړي او د هغوی ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي غوښتنو ته ځواب ووایي. اوس د غني د دیکتاتورۍ او د هبت الله د دیکتاتورۍ د بېل کېدو وخت دی. هغه سیاستوال چې له همدا اوس د راتلونکي سیاسي نظام او واک په تړاو خپل دريځ څرګند نه کړي، له طالبانو سره به په مبارزه کې هم مشخص او تعریف شوی دریځ ونه لري.