۸صبح، کابل: له کابل ښاره سرچینې وایي، چې تر اوسه په دغه ښار کې لس چاودنې شوې او جګړه لا هم روانه ده.
سرچينې دوشنبه شپه د سلواغی پر څلورویشتمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې اړوند د کارتې نو په دويم سړک کې د طالبانو او ناپېژانده وسلهوالو ترمنځ جګړه له يو ساعت راهيسې روانه ده.
سرچینې زیاتوي، چې طالبان او ناپېژانده وسلهوال د خلکو له کورونو پر یو بل ډزې کوي او د پېښې ځای ته څېرمه امنیتي تدابیر سخت شوي دي.
له بلې خوا ويل کېږي، چې دغه شخړه د داعش سره تړاو لرونکي کورنۍ او طالبانو ترمنځ شوې ده.
د ناتایید شویو راپورونو له مخې تر اوسه پنځه ښځې او نهه ماشومان چې ویل کېږي داعش پورې تړاو لري طالبانو ته تسلیم شوي دي.
په دې جګړه کې چې لا هم روانه ده د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
د طالبانو امنیتي چارواکو په کابل ښار کې نښته تایید کړې، خو کره معلومات یې نه دي ورکړي.
د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د داعش ډلې خوځښتونه زیات شوي دي.