۸صبح، کابل: د طالبانو د رژیم د امر بالمعروف وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر په یوه ټلویزوني مرکه کې د بې روحه شیانو انځورجوړونکي د خدای په لعنت ککړ وبلل او د دوی د انځورونو پر مخنیوي یې ټینګار وکړ.
هغه په یوه ژوندۍ ټلویزوني خپرونه کې دا څرګندونې د کابل ښار د یوه هټۍوال د شکایت په ځواب کې وکړې.
شکایت کوونکي هټۍوال دغه طالب ویاند ته وویل، چې د اړوند وزارت کارکوونکو یې د هټۍ له لوحې څخه د حیواناتو انځورونه ایسته کړي.
دغه هټۍوال روښانه نه کړه، چې د هټۍ په لوحه کې یې د حیواناتو انځورونو د څه لپاره لګولي وو.
د افغانستان د هغو هټیو پر لوحو معمولاً د حیواناتو انځورونه لیدل کیږي، چې د حیواناتو خواړه، درمل او نور توکي پکې پلورل کیږي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د دوی د رژیم مسوولینو په بلخ کې د آسونو له څلورلارې څه موده مخکې ویجاړ او په نورو ولایتونو کې هم ورته اقدامات وکړل.
فرهنګي فعالان د طالبانو افراطي رژیم د هنر او فرهنګ په دښمنۍ تورنوي او وایي، چې دوی له دیني باورونو څخه په ناسم اخځ د فرهنګ او هنر په دښمنۍ اخته دي.