د کابل هر واټ او هره برخه يې د تاریخ په څېر مختلفې برخې لري، کله د دې کیسو او تاریخ په لوستو او اورېدو د انسان زړه ودرديږي، کله يې اوښکې وبهېږي، افسوس يې راشي او کله هم د ملت او حتی تعلیم یافته هېوادوالو په سادګۍ او ناپوهۍ يې غوسه او حتی خندا راشي.
په افغان وطن د تپل شويو جګړو او تر ډيره په جګړهخوښي ذهنیت د روزل شويو نسلونو اړوند کړنو، مذهبي جنون او جنګي تندې له امله د ټول هېواد او په تېره بیا د کابل هره برخه او هر واټ یا هره څلورلارې يې په وینو سرې او مرګونی تاریخ لري، چې له بده مرغه دا حکایتونه او ويرجن داستان يې لا هم ختمېدل نه لري او ورځ تر بلې د افغان ملت ترڅنګ دا جغرافيه او ګوټ ګوټ برخې يې هم د داسې پېښو او داسې حاکمانو شاهد دي، چې کله هم ترې د آرام ساه اخيستلو شانس نشي ترلاسه کولای.
د کابل ښار د شپږمې ناحيې اړوند پل سوخته سیمه هغه برخه ده، چې تل يې ځانګړی شور لرلی، که شپه شوې که ورځ شوې، که رسمي ورځ شوې او که غیر رسمي یا رخصتي ورځ، که يې په جګړو او وحشتونو د خاموشولو هڅه شوې یا يې په تورولو او د ځوانیو قرباني کولو په مرکز د بدلولو هڅه شوې، ولې بیا هم د دې سيمې شور او پکې د ژوند روان بهير یوې شېبې ته هم نده درېدلی. دا ځای کله د تنظيمي ډلو د جګړې میدان ګرځېدلی، کله د فعالو ځوانانو د حق غوښتنې او مدني مبارزو مرکز ګرځېدلی، کله د وطن دښمنه ډلو په وسیله د انسانانو د سلاخي کولو مرکز ګرځېدلی، کله د قومي تفرقو او کله بیا د وطن د بېلابېلو برخو ځوانانو د ځوانیو قرباني کولو مرکز ګرځېدلی، دا سيمه ځينو ته د يو بل بدنامولو او ځينو ته د نوم او شهرت موندلو مرکز ښکاري، تر دې چې حتی د چارواکو لپاره هم د ځان ښودنې او په خلکو د ځان منلو ښه پروژه ګرځېدلې.
له همدې امله په ټوله کې تر ډېره هر حاکم نظام او په وطن حاکمه شویو ډلو ترې د بېلابېلو موخو لپاره ګټه پورته کړې، چې په دې وروستيو کې په افغانستان حاکمې ډلې هم د ځان ښودنې او په خلکو د ځان منلو په موخه د پل سوخته له سیمې ډرامه جوړه کړې، خو له ورایه ښکاري چې دا هرڅه يواځې د حاکمې ډلې نمایشي کړنې دي، د ښاروالۍ مسئولیت په اساس یې د پل پورتنۍ برخې يې رنګ کړې او لاندنۍ برخې يې پاک کاري کړې؛ خو د تبليغاتي وسیلې په توګه ترې ګټه اخلي او ملت هم د ښاروالۍ دا مسئوليت ترسره کول د ځان لپاره احسان بولي.
پل سوخته د ځوانان نه معتادوي بلکې بېعدالتي او ظلم يې معتادوي، بېکاري يې معتادوي، ټولنه د بدمرغه اعتياد مخنيوي لپاره لازمه ده چې د مخدره توکو توليد بند شي، ځوانانو ته د کار او تعليم فرصتونه برابر شي، حقوق يې ورکړل شي، تعليمي، تحصيلي او کاري فرصتونه ورته ورکړل شي، کنه د کابل سیند یواځې پل سوخته نه بلکه له پل سوخته تر پل خشتي پورې هر ځای يې معتادين د بېوزلۍ او بېروزګارۍ له امله پراته وي او ورځ تر بلې يې شمېر زیاتيږي، د ژمي موسم کې معمولاً دا شمېر کميږي خو د حاکمانو په نمايشونو نه ختميږي، بلکې عملاً کار غواړي، نو یوازې د پل سوخته په رنګمالي او پاککاري کولو د بېوزله او بېروزګاره ځوانانو دا مرکز د خوشبختۍ پل نشي کېدای، بلکې هغه وخت به د خوشبختۍ پل شي چې هيڅ يو ځوان هم د بېکارۍ، فقر، بېوزلۍ، ناکامۍ، ذهني فشار، له انساني حقونو د محروم اوسېدو او په برخليک يې د لوبې کېدو له امله دې ځای کې نشه يي توکو او له ځانه تښتېدو ته مجبور نشي، نه دا چې د حاکميت مدعين ملت په نمايشونو وغولوي او بيا له دې ډرامو د ځانښودنې په توګه ګټه پورته کړي، ترڅو عمومي افکار پرې بوخت کړي او د حق غوښتنې فکر له ملته واخلي، د ملت اساسي حقونو له محروميت څخه يې افکار منحرف کړي.
چې په څلورو هم روان وي، په دې پوهيږي چې پلسوخته کې د ډېر بيروبار، بېلابېلو عرادهجاتو د هارنګونو او غالمغالي حالت له امله نه کتاب لوستل کيږي، نه مطالعه کيږي او حتی څوک په تلفون کې هم خبرې نه شي کولای، خو یو شمېر مذهبي ليونيانو هلته د کتاب مطالعه کولو نمايش دایر کړ، چې دې نمايش کې ښځو هم د حاکمې ډلې د عقیدې خلاف د ګډون لپاره هیڅ محرم ته اړتیا نه لرله او قیودات هم نه و، ځکه د حاکمې ډلې لپاره کمپاین و.
پلسوخته په رنګمالي او پاککاري کولو د خوشبختۍ پل نشي جوړېدای، معتادين د دې پله لاندې وي، دا يخ ژمی خلاص او امارتیانو ته یوه نوې ډرامه پیدا شي بیا يې ګورئ، هسې د فیسبوک او یوټيوب لېونو يې عکسونو او ويډیوګانو ته کش ورکړی، کنه دا کوم شهکار نده، بلکې د ښاروالۍ مسئولیت ده.
که رښتيا هم د معتادينو له مرکز څخه د نيکمرغۍ پل جوړولو اراده موجوده وي، نو لازمه ده چې حاکمه ډله د وطن ځوانانو او پېغلو ته د هېواد په تعليمي مرکزونو کې د مطالعې او کتاب لوستلو حق يې ورکړي نه دا چې يواځې د کابل له پل سوخته څخه معتادين ټول او بیا له انساني حقونو څخه د خلکو محرومولو له امله هر کور او د هېواد هره برخه د معتادينو په مرکز بدل کړي، څوک چې رښتیا هم د کتاب او علم په ارزښت پوه وي، هغه کتابتونونه، پوهنتونونه، پارکونه او تعليمي مرکزونه نه بندوي، که انساني حقوق تر پښو لاندې نشي اعتياد ټولنه کې وده نه کوي.