د ترکیې دولتي رسنیو ددغه هېواد د ټاکنیزو بنسټونو د اعلان له مخې ویلي، چې د رایو شمېرنه لا هم روانه ده او اوسني ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند مشر رجب طیب اردوغان په دې بریالی شوی، چې خپله مخکښي وساتي.
اناتولي د ترکیې د ټاکنو د عالي شورا د مشر (احمد ینیر) په حواله لیکلي دي چې د دوشنبې په ورځ د می د ۱۵ نیټې د سهار تر ۲:۴۵ بجو پورې، د کاندیدانو شمیرل شوې رایې ښيي چې هیڅ یو کاندید هم نه دی بریالی شوی.
د ینر لخوا د اعلان شویو شمیرو له مخې اردوغان د ۴۹.۴۹ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په ټاکنو کې مخکښ دی.
ینر وايي، د مخالفو ګوندونو نوماند کمال قیلیچدار اوغلو هم د ۴۴،۷۹ سلنه رایو په اخیستو په دویم ځای کې دی.
د ترکیې د ټاکنو د عالي شورا مشر د سینان اوغان رایه په سلو کې ۵،۲۹ او د محرم انیس لپاره ۰،۴۳ سلنه رایې اعلان کړې دي.
د ترکیې د انتخاباتو د عالي شورا د وروستیو شمېرو له مخې، کاندیدانو د ترکیې د ولسمشرۍ څوکۍ د ګټلو لپاره کافي رایې نه دي ترلاسه کړي.
ویل کېږي چې د رایو شمېرنه لا هم روانه ده.
قیلیچدار اوغلو وویل چې هیڅوک حق نه لري چې د بریا ادعا وکړي.
که د انتخاباتو د رایو شمېرنې بهیر له اوسنیو نتایجو سره سم پای ته ورسېږي او کاندیدان د ګټلو لپاره اړینې رایې ترلاسه نه کړي، د ترکیې د ولسمشرۍ ټولټاکنې به د دوو مخکښو کاندیدانو په ګډون دوهم پړاو ته ولاړې شي.