د ترکیې د ټاکنو په اړه بحث ولې اړین دی؟
لیکوال: جانداد جهانی

تیره ورځ ترکیه کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې. د ترکیې او ګاونډیو هیوادونو ترڅنګ د افغانانو ترمنځ هم ددې ټاکنو او کاندیدانو په اړوند ټولنیزو رسنیو او عمومي مجلسونو کې تاوده بحثونه درلودل. ځیني خلک وایي د ترکیې موضوع په موږ پوري څه اړه لري باید بحث ونشي؛ خو د لاندي دلایلو په بنا د ترکیې په انتخاباتو بحث زموږ لپاره اړین دی.
لومړی: د حکومت مشروعیت او د خلکو حق ؛
اوسنۍ نړۍ کې حکومتونه د خلکو د ارادې استازولي کوي، تقریبا هر حکومت ادعا لري چې د خلکو نماینده دی او د ملت اراده تمثیل کوي. په همدې اساس لازمه ده له خلکو د یوې شفافې او قانوني پروسې له لاري د واکدارۍ جواز ترلاسه کړي او همدا پدیده د انتخاباتو په نوم یادیږي. د ترکیې په اړه بحث باید موږ متوجه کړي چې د یو عظیم ملت په حیث موږ هم حق لرو خپل سرنوشت په خپله تعین کړو او ورو ورو خپل هیواد کې د انتخاباتو د لزوم او اجرا لپاره زمینه سازي وکړو. د ترکیې انتخابات موږ ته خپل هیواد خپل ملت خپل راتلونکی او خپل ملي زعامت او د حکومت د مشروعیت یادونه کولی شي.
دویم: د سیکولریزم او دموکراسي ضرورت او عدم ضرورت؛
د ترکیې د انتخاباتو په اړوند د افغانانو تر منځ یو مهم بحث د دموکراسي، سیکولریزم او اسلام بحث دی. افغان بنسټ پاله له اردوغان ځکه حمایت کوي چې هغه یې تر رقیبانو لیږ ډیر اسلام پاله ورته ښکاریږي؛ خو افغان روڼاندي بیا تر ډیره د اردوغان د رقیبانو حمایت کوي او ترکیه کې د لا زیاتو سیاسي او مذهبي ازادیانو پلوي دي. د افغانانو لپاره د سیکولریزم بحث ځکه مطرح او مهم دی چې د مذهب او سیاست د یو ځای والي او بیلتون، زموږ د اوسني بحران د حل لپاره اساسي بحث دی.
په تیرو څلویښتو کلونو کې په دوامداره توګه، زموږ ملي ثبات د هغو توندلارو له لوري ګواښل شوی، چې دین یې په سیاست کې داخل بللی او د مجاهدینو، تیر ځل طالبانو او د او د طالبانو بیا حاکمیت او ددې ټولو ناکامیو، کمي او کاستیانو، موږ مجبوره کړي یو، چې له سیاست او مذهب د جلاوالي په اړه هم فکر وکړو. خپله دغه بحث او د ترکیې انتخابات، یو دموکراټیک ګفتمان دی او د سیکولریزم او ولسواکۍ په اړه بحث د مخنیوي وړ ندی. په دې اړوند بحثونه د خلکو پوهه زیاتوي او خلکو ته یادوي چې کولی شي سیکولریزم د افغانستان د سیاسي – مذهبي بحران، د حل په حیث تر نظر لاندي ولري.
دریم: د موډرنیزم او اسلام همزستي؛ د افغانستان د راتلونکې لپاره هیلې
ددین او مذهب د رول او په ټولنه او سیاست کې یې د حضور په اړوند همیشه افراط او تفریط شوی دی. د ساری په ډول د کمونستي رژیم په وخت کې د مذهب او مذهبیانو په یو نه یو شکل ځورول کیدل، چپیانو مذهبیانو ته د مرتجعینو خطاب کاوه او خپل ځانونه او ملګري یې د مترقي فکر طرفداران بلل.
خو را وروسته مجاهدینو او طالبانو بیا په تمامه مانا د هغه مترقي او ماډرنو افکارو او اجنډاګانو مخالف وکړ او په بدویت او سنتيتوب یې نهایت تاکید درلود. او اوس هم طالبان د موډرنې نړۍ ډیرو ارزښتونو ته؛ لکه مدني او سیاسي آزادي، د ښځو تعلیم او کار، انتخابات او دموکراسي، د بشرحقوق او د انساني کرامت حفظ او نورو ته کرکې په نظر ګوري او د اسلام خلاف یې بولي؛ خو له بل لوري بیا ځیني فکر کوي په اسلامي هیوادونو کې د معاصرو نړیوالو ارزښتونو نهادینه کول ستونزمن دي. خو د ترکیې ټولنه او ملت یې ددې دواړو ډلو په فکر او فرضیو د بطلان کرښه کاږي.
د ترکیې ټولنه په دې برسیره چې یوه اسلامي ټولنه ده؛ خو په عین حال کې ماډرنو نړیوالو ارزښتونو ته هم ژمنه ده، ترکیه کې د خلکو فردي حقوق او آزادیانې محفوظې دي؛ څه ناڅه سیاسي آزادي شته، د بشر حقوقو ته احترام کېږي، ښځې په ټولنه کې فعاله ونډه لري او ترکان له نړۍ سره د سیال کیدلو لپاره، له هرې ممکنه لارې استفاده کوي. ترکیه د افغانستان په شمول، ټولو اسلامي هیوادونو ته د اسلام او موډرن ژوند د همغږي او همزیستي یوه نمونه ده.
په مجموع کې د انتخاباتو، ولسي مشروعیت، د خپل ځان او ملت د سرنوشت ټاکلو، دموکراسي، سیکولریزم، اسلام د ماډرن ژوند غوښتنو او همزیستي په دې ټولو موضوعاتو بحث، زموږ د هیواد د راتلونکي او خلکو لپاره هم اړین دی؛ ځکه نو باید د ترکیې په اړه موږ افغانان خپلو منځو کې بحث وکړو او همدا بحثونه د افغانستان په اړه هم تعمیم کړو.