۸صبح، کونړ: په کونړ کې سیمه ییزې سرچینې وايي، پاکستاني ځواکونو د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې یو بزګر په ډزو وژلی دی.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته د پنجشنبې په ورځ د زمري په ۱۹مه ویلي، چې پاکستاني پوله ساتو دغه کس پرون سهار شاوخوا لس بجې د دې ولسوالۍ په ساوخور کلي او د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په ډزو وویشت.
د سرچینې په وينا، دا سړى رقيب الله نومېده او هغه مهال پرې ډزې وشوې، چې خپله کرنيزه ځمکه کې په کار لګیا و.
د دې پېښې د څرنګوالي په هکله نور معلومات نشته.
د طالبانو د کونړ سیمه ییزو مسوولانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د کونړ پر ځينو سيمو د پاکستاني پوځيانو له لوري د توپونو او توغنديو د بريدونو له امله د دغه ولايت اوسېدونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.