د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو له مخې، په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د ځایي جنګیالیو تر څنګ ګڼ بهرني جنګیالي هم په خپلو تشکیلاتو کې شامل کړي دی. پاکستانيان چې تل د داعش خراسان څانګې د رهبرۍ لپاره له اصلي انتخابونو ګڼل کېږي، د داعش د دغې څانګې له دوو دورو مشرۍ وروسته اوس په لجنه شورا کې هم د پام وړ رول لري. دا شورا د داعش د خراسان څانګې د پرېکړې کولو مرجع ده او د دغې څانګې د مشر تصمیمونه ارزوي او نهايي کوي. دغه راز په افغانستان کې د داعش د يو شمېر پاکستاني قوماندانانو له وژل کېدو سره سره، يو شمېر پاکستانيان اوس هم د کونړ او لغمان په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې د تش په نامه امیرانو په توګه فعاليت لري. دا په داسې حال کې ده، چې د جندالله ډلې ازبیکستاني جنګیالي هم په دې وروستیو کې د داعش خراسان څانګې له تشکیلاتو سره یوځای شوي دي. موندنې ښيي چې د جندالله ډلې ازبیک غړو د طالبانو له خوا د خپل مشر له وژل کېدو وروسته، د غچ اخیستنې لپاره له شاوخوا دوه زره جنګیالیو سره له داعش سره بیعت کړی او د دې ډلې د خراسان څانګې له تشکیلاتو سره یوځای شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د داعش خراسان څانګې د پاکستاني او ازبیکستاني جنګیالیو د جذب لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي دي. د داعش د دغې څانګې مشرتابه دغه رازهڅه کوي چې د طالبانو ناراضي ازبیک توکمه جنګیالي هم له خپلو لیکو سره یوځای کړي. د یادونې وړ ده چې د همدغو جنګیالیو د حضور پر بنسټ د داعش فعالیت منځنۍ اسیا ته غځيدلی او پر نورو هېوادونو د توغندیزو بریدونو لامل شوی دی.
داعش ډلې په لومړي ځل په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د «داعش خراسان» په نامه په افغانستان او سیمه کې د خپلې څانګې فعالیت پیل کړ. په هغې جغرافیه کې چې داعش د خپلې خراسان حوزې لپاره په پام کې نیولې وه، د افغانستان، ایران او پاکستان ځینې برخې شاملېدې. خو اوس مهال د دې ډلې فعالیت زیات شوی او منځنۍ اسیا ته یې هم خپل بریدونه پراخ کړي دي. د ملګرو ملتونو تازه شمېرې ښيي چې د داعش خراسان څانګه دا مهال په افغانستان کې له څلورو تر شپږ زرو پورې جنګیالي لري. د هغو معلوماتو پر بنسټ چې په دې وروستیو کې خپاره شوي، داسې بریښي چې د داعش خراسان څانګې جغرافيې ته په پام سره، د دې ډلې ډېری غړي د افغانستان د تابعیت لرونکي دي او د دغې ډلې په مهمو پوستونو کې هم حضور لري.
بلخوا، د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې د داعش خراسان څانګې مهمه برخه له بهرنیو جهادیانو جوړه ده. دوی هغه کسان دي چې د افغان او پاکستاني طالبانو په ګډون یې له نورو جهادي ډلو نه د نارضایتۍ له امله له داعش سره بیعت کړی دی. د القاعدې یو شمېر غړي هم له داعش سره تړاو لري او په افغانستان کې د دغې ډلې حضور ته په پام سره، شونې ده چې له دې ډلې سره یې بیعت کړی وي. خو پوښتنه دا ده چې اوسمهال د کومو ډلو جنګیالي د داعش د خراسان څانګې په تشکیلاتو کې دي او د دغې ډلې د فعالیتونو د پراختیا په برخه کې څه رول لوبوي؟
پاکستانیان، د داعش د خراسان څانګې له بنسټ اېښودلو او په لجنه شورا کې تر فعالې ونډې
د داعش د خراسان څانګې په جوړښت کې د یو شمېر افغان جنګیالیو له حضور سره سره، دغه څانګه په لومړي ځل په افغانستان کې د ناراضه پاکستاني طالبانو له خوا تاسیس شوه. د پاکستاني طالبانو پخواني قومندان حافظ سعید اورکزي له افغان او پاکستاني طالبانو د نا رضایتۍ له امله د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر میاشت کې د ټي ټي پي له غړیتوبه ووت او له داعش سره یې بیعت وکړ. اورکزي شاوخوا یو نیم کال د داعش د خراسان څانګې د مشر په توګه کار وکړ او بالاخره د ۲۰۱۶ کال په اګست میاشت کې د امریکايي ځواکونو له خوا ووژل شو. د عبدالحسیب لوگري له خوا د دغې ډلې له مشرۍ یو کال وروسته د داعش د خراسان څانګې مشري یو ځل بیا پاکستاني جنګیالیو ته وسپارل شوه. په هغه وخت کې عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي مشهور و، د ۲۰۱۷ کال له اپرېله دا مسوولیت پرغاړه واخیست، تر دې چې په ۲۰۲۰ کال کې د پخوانيو نظامیانو له خوا ونیول شو او زنداني شو.
له هغه وخت راهیسې د پاکستاني طالبانو ځینې ناراضه جنګیالي د داعش خراسان څانګې غړي دي او د قوماندانانو په توګه یې د داعش د خراسان څانګې په اوسنۍ جګړه کې مهم رول لوبولی دی. ان په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې ځینې «امیران» پاکستاني جنګیالي دي. له دې منځه قاري فاتح په کونړ کې د داعش د خراسان څانګې د تش په نامه امیر په توګه فعالیت کاوه. د روان کال په فبروري میاشت کې طالبانو د تصویرونو په خپرولو سره اعلان وکړ چې نوموړی یې په کابل کې وژلی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال وویل، چې قاري فاتح د داعش د خراسان څانګې د استخباراتو او عملیاتو رییس و. طالبانو نوموړی ان پر جوماتونو او دیپلوماتیکو ځایونو د بریدونو د مسوول په توګه یاد کړ.
په دې لړ کې د روان کال د جون په لومړیو کې طالبانو یو ځل بیا اعلان وکړ چې طالب جنګیالیو په لغمان کې د تراب باجوړي په نوم د داعش ډلې یو قومندان وژلی دی. دغه پاکستانی قوماندان په لغمان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د «امیر» په توګه فعالیت درلود او یو له هغو کسانو ګڼل کېده چې له حافظ سعید اورکزي سره یوځای له داعش سره یوځای شوي وو. باجوړي اوږده پوځي مخینه لرله او له هغو کسانو ګڼل کېده چې په کونړ کې د داعش د پراخ نفوذ لامل شوی و. طالبانو نوموړی په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې مهم غړی بللی دی. د طالبانو دا ډول دریځونه ښیي چې پاکستاني جنګیالي د داعش د خراسان څانګې اصلي ستنې دي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې فعال حضور لري.
دا مهال اسدالله اورکزی د داعش خراسان څانګې بل مهم پاکستانی قوماندان دی. نوموړی په لغمان کې د داعش د مشر په توګه فعالیت کوي او د لجنه شورا غړی هم دی. د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو له مخې دغه شورا د داعش خراسان څانګې مشري پرغاړه لري او غړي یې په «خراسان حوزه» کې د دغې ډلې د فعالیتونو په اړه پرېکړه کوي. د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو له مخې، د داعش خراسان څانګې ډېری قوماندانان، په تېره بیا پاکستاني قوماندانان چې اوس هم د داعش فعال غړيتوب لري، د لجنه شورا فعال غړي دي. قاري فاتح هم د دې شورا غړی و او د داعش خراسان څانګې د راتلونکي په اړه یې پرېکړه کوله. دغه راز سیف الله اورکزی د داعش خراسان څانګې یو مشهور قوماندان او د لجنه شورا غړی دی.
په دې توګه، موندنې ښیي چې پاکستاني جنګیالي د داعش د خراسان څانګې فعال غړي دي چې په افغانستان کې حضور لري او لږ تر لږه دوه ځلي د داعش د دغې څانګې د رهبرۍ پر تجربې سربېره، په ولایتونو کې د واليانو او دغه راز د نظامي او استخباراتي قوماندانانو په توګه پر فعالیت بوخت دي.
د نورو معلوماتو له مخې، د داعش خراسان څانګه هڅه کوي چې د خپلو پاکستاني جنګیالیو شمېر زیات کړي. د داعش دغې څانګې د پاکستاني جنګیالیو د بیعت موضوع د خپلو راتلونکو پلانونو برخه ګرځولې ده. په دې بهیر کې هغه کسان چې له پاکستاني طالبانو سره د کار کولو له شرایطو راضي نه دي، داعش ته جذبیږي څو د افغانستان په ختیځ او د پاکستان په ځینو برخو کې د دغې ډلې فعالیتونه پراخ کړي. د یادونې وړ ده، چې د داعش د خراسان څانګې ډیری پاکستاني غړي له خپلو پخوانیو ډلو سره د خپلمنځي اختلافاتو له امله دغې ډلې ته جذب شوي او د نارضایتو لوړې کچې ته په پام سره، د داعش د جنګیالیو د شمیر د زیاتیدو احتمال شته.
د جندالله ازبیکستاني جنګیالي او د داعش خراسان د تشکیلاتو د یوې څانګې په توګه فعالیت
موندنې ښيي چې د جندالله ډلې ازببک غړي هم د هېواد په شمال کې د داعش له خراسان څانګې سره یوځای شوي دي. د معلوماتو له مخې، اوسمهال د دغې ډلې د تشکیلاتو له یوې وړې برخې پرته، د دې ډلې ډیری ازبیک قوماندانان او جنګیالي د داعش خراسان څانګې په تشکیلاتو کې شامل شوي دي. داعش د جندالله ډلې یوه څانګه چې د افغانستان په شمال کې له ازبیک جنګیالیو جوړه ده، په خپلو تشکیلاتو کې شامله کړې ده. په دې توګه د ازبيکستان تبعه ملا سعد د داعش خراسان څانګې په تشکیلاتو کې د دغې ډلې د مشر په توګه او ازبیکستاني اسامه غازي د هغه د مرستیال په توګه خپل کار پیل کړی دی. د جندالله ډلې پر دغو دوو مشرانو سربېره، په تخار، کندز، بدخشان او فاریاب ولایتونو کې د دغې ډلې شاوخوا دوه زره جنګیالی او د هغوی زرګونه پلویان هم د داعش خراسان څانګې برخه ګرځېدلي دي.
دا بنسټیز بدلونونه تر هغې وروسته رامنځته شول چې د جندالله ډلې ازبیک غړي د طالبانو د رژیم پر نیت بې باوره شول. د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو له مخې، ازبیک جنګیالیو د طالبانو لاس ته د شمال په لوېدو کې ستر رول ولوباوه، خو د طالبانو له بیا راتګ وروسته د جندالله مشرتابه او غړي د هغوی له بې پامۍ سره مخ شول. د دې تر څنګ طالبانو د دې ډلې د کنټرول لپاره د جندالله ځيني مشران هم ترور کړي دي. معلومات ښیي چې یو ازبیکستانی کډوال عثمان غازي چې د برهان الدین رباني د واکمنۍ پر مهال له پنځو زرو ازبیک وګړو سره افغانستان ته راغلی و، وروسته د عبدالمالک ریګي په غوښتنه د جندالله غړی شو. ریګي په هغه وخت کې د جندالله یو له هغو مشرانو و چې په ایران کې یې فعالیت کاوه او د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا تر نیول کیدو وروسته اعدام شو.
خو د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته، غازي د افغان طالبانو ترڅنګ د پخواني حکومت پر ضد د خپلې ډلې د چریکي بریدونو د سمبالولو لپاره پاکستان ته ولاړ. نوموړی د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر د امر له مخې د دې ډلې له سلګونو غړو سره زابل ته راستون شو او په ۲۰۱۶ کال کې یې د ځینو طالب مشرانو په مشوره له داعش سره په غیر رسمي ډول د بیعت پرېکړه وکړه. ظاهراً، دا اقدام د هغه د حذف لپاره د دوسیې د جوړولو یوه برخه وه؛ ځکه چې عثمان تر دغه اقدام څو اوونۍ وروسته د طالبانو د یو شمېر قوماندانانو په کمین کې په نښه شو او له خپلې مېرمنې او څو ماشومانو سره د زابل پر لاره ووژل شو.
د ۸صبح د موندنو له مخې، دغه اقدام د دې لامل شو، چې د هغه زوی اسامه غازي له زابله د جندالله له ۱۵۰ نورو غړو سره کندهار او بدخشان ته چې د پلار د اوسېدو ځای یې و، ولاړ شی او وروسته له هغه ځایه هم ولاړ. خو هغه له طالبانو غچ اخیستو ته انتظار و، تر دې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خپلې ډلې له ټولو غړو سره له داعش سره یو ځای شو. دا په داسې حال کې ده چې داعش د جندالله له غړو منځنۍ اسیا ته د خپلو فعالیتونو د پراخولو لپاره کار اخیستی دی. د بېلګې په توګه د دې ډلې یوه غړي چې پخوا یې د صلاح الدین ایوبي تر قوماندې لاندې په فاریاب کې فعالیت درلود، پر ازبیکستان توغندیز برید وکړ.
له بلې خوا د داعش خراسان څانګې د طالبانو له ازبیک توکمه او ناراضي قوماندان صلاح الدین ایوبي نه د بیعت د اخیستو لپاره هڅې زیاتې کړي دي. هغه د شمال له جنګیالیو سره نږدې اړیکې لري او داسې بریښي چې کولای شي په تاجیکستان او د هیواد په شمال کې له ځینو نورو وسله والو ډلو سره د داعش ډلې اړيکي ټینګې کړي. دغه راز داعش ډله منځنۍ اسیا ته د خپلو فعالیتونو د پراخولو پلان ته په پام سره، له ازبیک جنګیالیو سره د لا زیاتو اړیکو د ټینګښت په لټه کې ده. دا هڅې په یو ډول د ازبیکستان د اسلامي غورځنګ له ځینو قوماندانانو او جنګیالیو سره د دغې ډلې اړیکې هم ډاګیزوي.
دا په داسې حال کې ده چې د معلوماتو له مخې داعش تر دې مخکې د تاجیکستان لپاره هم مسوول ګومارلی دی. د یادونې وړ ده چې دغه ډله پر خراسان سربیره، د هند نیمې وجې ته هم جدي پاملرنه کوي. د موندنو له مخې، د داعش مشرتابه د ۲۰۲۲ کال په نیمایي په «هند ولایت» کې خپلو غړو ته امر کړی چې په هند او پاکستان کې خپلو فعالیتونو ته زور ورکړي. په عراق او شام کې د داعش مشر ابوالحسن الهاشمي قریشي په هند کې د داعش له والي شیخ زبیر احمده په دې جغرافیه کې د مثبتو بدلونونو غوښتنه کړې وه. د همدې امر په تعقیب، شیخ زبیر احمد پریکړه وکړه چې خپله د تبلیغاتو څانګه فعاله کړي او خپل فعالیتونه د ټیلیګرام له لارې ترسره کړي.
د عراق او شام اسلامي دولت یا داعش ډله چې په «ISIS» مشهوره ده، د شلمې پیړۍ په وروستیو کې د«جماعة التوحید والجها» په نامه رامنځته شوه. دا ډله په ۲۰۰۴ کال کې له القاعدې سره یوځای شوه، خو په ۲۰۱۳ کال کې یې د عراق او شام اسلامي دولت نوم خپل کړ. داعش په ۲۰۱۴ کال کې خلافت اعلان کړ او ابوبکر البغدادي د داعش لومړی مشر ګڼل کېږي. د یادونې وړ ده، چې دغه ډله د عراق او یو شمېر عربي هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې هم پراخ فعالیت لري. دغه فعاليتونه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ژور شوي او پر ديپلوماتيکو ځايونو بريدونه او د منځنۍ اسيا پر هېوادونو توغندیز بريدونه پکې شامل دي. د داعش وروستیو بدلونونو او د خراسان څانګې په تشکیلاتو کې یې د بهرنیو جنګیالیو شاملېدو ته په پام سره، داسې بریښي چې دا ډله په خراسان ولایت کې د لا زیات نفوذ لپاره مهم پلانونه لري. تر دې وړاندې معلوماتو د دې ښودنه کوله، چې د داعش خراسان څانګه د کونړ ولایت د نیولو په لټه کې هم ده. هغه قضیه چې د لجنه شورا له ارزونې وروسته ځنډول شوې ده.