له افغانستان انترنشنل او بي بي سي سره د زلمي خلیلزاد د تازه مرکو په اړه غبرګونونو وښوده چې نوموړی د جمهوریت د دورې په شل کلنې دوره کې د اصلي لوبغاړو په ډله کې ځانګړی شمېرل کېده، یا لږترلږه خلکو دا ډول مقام ورکړی و. د دولت د سقوط په مناسبت او واک ته د طالبانو په بیا راتګ، ډېر راپورونه او مطلبونه خپاره شول دغه راز ډېرې غونډې، مظاهرې او ویناوې ترسره شوې. ددغو بحثونو اصلي موخه طالبان او د یادې ډلې امارت و، خو په وروستیو کې د زلمي خلیلزاد په اړه ډېر بحثونه وشول. ملا هبت الله، حامد کرزی، اشرف غني، جورج بوش، جوبایډن، ملا برادر، رشید دوستم او د دغې دورې نور مهم لوبغاړي کېدای شي هر یو د خلیلزاد په پرتله د افغانستان پر تحولاتو ډېر اغېز ولري، خو د تېرې یوې اوونۍ په بحثونو کې داسې څرګندېده چې د افغانستان د یو شمېر خلکو لپاره خلیلزاد له ټولو یادو شویو شخصیتونو مهم دی. هغه سیاسي ښکنځلې چې خلیلزاد ته وشوې او مسوولیتونه چې د نامتو شخصیتونو او د افغانستان د نوموتو سیاستوالو له لوري په نوموړي پورې اړه ونیول شول، له هغه څه نه چې ملا هبت الله او جو بایدن ته وشوې، ډېر و. د بي بي سي فارسي تلوېزیون خبریال، داوود قاري زاده، د خلیلزاد د منتقدینو له قوله نوموړی د اوسني وضعیت لامل ګڼلی او ویې پوښتل چې ایا د افغانستان ناورین د زلمي خلیلزاد میراث دی؟ د افغانستان انټرنشنل تلویزیون خبریال، عارف یعقوبي، هم ورته مرکه له ورته عبارتونو سره پیل کړه او ویې ویل چې خلیلزاد د امریکا په شل کلنه دوره کې د افغانستان د تحولاتو په زړه کې و او له طالبانو سره د امریکا د مخامخ مذاکراتو معمار و. ښاغلي یعقوبي هم اوسنی وضعیت د زلمي خلیلزاد میراث وبوله او ویې پوښتل چې «ایا د نوموړي مذاکرات د نړۍ له کنټرول نه د افغانستان وتل دي یا د ستړیو خلکو لپاره د جګړې پای؟»
زلمی خلیزاد څوک دی او د افغانستان په تحولاتو کې یې رول ولې ځلېږي؟
افغانستان په تېرو څلوېښتو کلونو کې له درېیو لویو ناورینونو سره لاس او ګرېوان دی. لومړنی ناورین د بهرنیانو لاسوهنه او د خپلواک دولت په جوړولو کې د افغانانو کمزورتیا ده. دوهم ناورین له کلیوالي او قبیله یي شرایطو نه ښاري او ښاروند محوره ژوندانه ته بدلون کول دي. درېیم ناورین د هغه څه په اړه چې ملي او ملت ورته ویل کیږي د ملي هویت او د فرهنګونو، ژبو او قومونو پر سر شخړه ده. خلیلزاد په دغو ټولو ناورینونو کې د فعال شخصیت په توګه پېژندل کېږي.
په خپله خلیلزاد هم په خپلو وروستیو دوو مرکو کې د خپلو دغو درېیو رولونو په اړه څرګندونې کړي او د هغو تورونو په اړه چې په هغه لګلول شوي او تمې چې له هغه نه کېږي څرګندونې کړي دي.
د نوموړي امریکایی شخصیت او بهرنی رول یې د افغانستان په سیاست کې د نوموړي د دوو نورو رولونو په پرتله تر ډېره روښانه دی. نوموړي هم په دغو دوو مرکو کې په ډېر روښانه ډول هڅه کړې چې پر خپل امریکايي اوسېدلو ټینګار وکړي. خلیلزاد وايي کله یې چې افغانستان پرېښود ډېر ځوان و او هرڅومره یې چې له افغانستان نه واټن نیوه، د خپل زېږېد ځای په اړه یې ډېر څه هېرېدل. نوموړی وايي چې لومړی ایران ته تللی و او د تهران او مزارشریف توپیر ته حیران پاتې و. له هغه وروسته څو اروپايي ښارونو او په پای کې یې امریکا ته سفر کړی او تر ډېره یې د افغانستان او نړۍ واټن ته پام شوی و. نوموړي دغه خبرې افغانستان سره د خپلې ژمنې په تایید کړي او ټینګار یې کړی دی چې د خپل زېږېدلو ځای پرمختیا ته لېواله دی.
ښاغلي خلیلزاد ددې لپاره چې خپلو منتقدینو ته ووايي چې په افغانستان کې یې د امریکا د سفارت څوکۍ او له طالبانو سره په مذاکره کې د یاد هېواد استازوالي د ماموریت هغه برخه یې وه چې د امریکا دولت ورته سپارلې او نوموړی شخصا د یادې مذاکرې د مدیریت لپاره ځانګړې برنامه نه درلوده، یو شمېر نورې سیاسي او دولتي کارنامې یې هم یادې کړې. نوموړي وویل چې د امریکا د دفاع وزارت د پلان جوړونې آمر او په ملګرو ملتونو، عراق او افغانستان کې ددغه هېواد سفیر و. د رند موسسې د ستراتیجیک بنسټ رییس و؛ هغه موسسه چې د خلیلزاد په خبره، د امریکا دولت ته ستراتیجیکې سلا مشورې ورکوي. نوموړي وویل چې د امریکا سوق الجیشي مسایلو په اړه یې کتابونه لیکلي، د چین په اړه د امریکا لپاره یې مطالعې ترسره کړي او د خپل هېواد لپاره یې نور مهم ماموریتونه هم ترسره کړي دي. نوموړي وویل چې له طالبانو سره مذاکرات یې وروستی لوی ماموریت و او له همدې امله ډېر د پاملرنې وړ دی. نوموړي یو بل واقعیت ته هم اشاره وکړه: داچې په افغانستان کې زېږېدلی یم «غوښتنو ته مې ډېره پاملرنه کېږي»
همدغه وروستي ټکی خلیلزاد په امریکا او د افغانستان د خلکو لپاره ځانګړی کړی دی. پخپل اعتراف یې د افغانستان په اړه د نوموړي غوښتنو ته ځانګړې پاملرنه کیږي دغه ټکي ته په تکیې چې د نوموړي غوښتنو ته «تر ډېره پاملرنه کېږي» منتقدان یې یو شمېر عبارات لکه له طالبانو سره د امریکا د مذاکرې معمار، واک ته د طالبانو د راتګ اصلي لامل، امارتیانو ته د ارګ سپارښتونکي او دا ډول ډېر نور تند تورونه پرې لګوي تر څو ووایي چې نوموړي د خپلو غوښتنو په مرسته په افغانستان کې یې د امریکا سیاستونو ته لوری ورکړی دی.
د افغانستان د خلکو تاریخي حافظه هغه څه چې په ذهن کې یې د خلیلزاد په اړه لري، بې اغېزه ندی. د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې ددغې خاورې خلکو په ځلونو تجربه کړې ده چې څه ډول یو شمېر کسانو د لویو ځبرځواکو په استازیتوب معاهدې او تړونونه لاسلیک کړل چې ددغه هېواد د اوسېدونکو د تاریخي حرکت جریان یې ګډوډ کړی دی. د زلمي خلیلزاد نوم ددغو کسانو د نوم ترڅنګ د افغانستان په تاریخ کې ثبت دی: ویلیام مکناتن چې په ۱۸۳۸ کال کې یې له شاه شجاع او رنجیت سنګ سره د لاهور درې اړخیزه معاهد لاسلیک کړه؛ جان لارنس چې په ۱۸۵۵ کې له دوست محمد خان سره د جمرود معاهده لاسلیک کړه؛ لویس کیوناري چې د ۱۸۷۹ ګندمک معاهده یې له محمد یعقوب خان سره لاسلیک کړه؛ هنري مورتیمر دیورند چې د ډیورند نامتو کرښه (۱۸۹۳) د نوموړي په نوم ثبت شوې ده؛ او یوه ډله روسي سلاکاران او جنرالان چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې یې نومونه د ژبو پر سر و، له ډلې والتین وارنیکوف د شوروي د برید معماران او د ځواکونو د وتلو مدیران.
خلیلزاد ددې ډلې لومړنی تاریخي شخصیت دی چې وطنی نوم لري، په خپله خبره یې د پلار او مور قبرونه یې په افغانستان کې دي او له دې خاورې سره د وینې او فرهنګي اړیکې لري. نوموړي په خپله وروستۍ مرکه چې خپل دوه نیمه هویت امریکايي او افغاني ته اشاره کړې څرګنده کړې ده چې افغانستان او امریکا دواړه یې د شخصیت پر جوړونې اغېز لرلی دی.
په افغانستان کې د امریکا او ناټو په شلو کلونو کې، افغانانو د لومړي ځل لپاره ځواکمن او (دولت جوړونکی) بهرنی لیده چې له لهجې پرته یې د هغوی په خبره خبرې کولې، هېوادوال یې و او اشنا نوم یې درلود. دغه توپیر د دې لامل شوی و چې د افغانستان سیاستوال او خلک له هغه نه د یوه سفیر او د بهرني هېواد د ځانګړي استازي نه ډېره تمه ولري او ورته مهال د نوموړي په اړه ژور شکونه او د افغانستان په کورنیو شخړو کې د نه بې طرفۍ، په اړه فکرونه هم وکړي.
خلیلزاد د ښار هلک دی. نوموړي په مزارشریف کې ښوونځی لوستی او له هغه ځایه لویدیځ ته تللی دی. د شوروي د برید پر مهال، خلیلزاد د امریکا په استازیتوب د افغانستان سیاست ته راغلی و. نوموړي له مجاهدینو سره نږدې اړیکې جوړې کړې وې او د امریکا او د مجاهدینو د استازو په لیدنو کې یې شتون درلود. جهادي مشران چې له محافظه کارو، کلیوالي او د افغانستان په ټولنه کې د بدلون د مخالفو ډلو نه یې استازیتوب کاوه، له امریکا سره د پیچلو اړیکو او د خلیلزاد په څېر له کسانو سره د پرلپسې اړیکو سربېره، نوموړی یې ستراتیژیک دښمن باله. خلیلزاد د مجاهدینو لپاره تاکتیکي متحد و او د دواړو خواوو همکارۍ د امریکا مالي او دیپلماتیکو ملاتړو پورې اړه درلوده. حتی نن د اسلامي جمهوریت پاتې شونکي چې ځانونه مجاهد بولي، د خلیلزاد یهودۍ مېرمن د نوموړي له زشتو لاملونو بولي او دا چې اولادونه یې اسلامي نومونه نه لري، پېغور ورکوي. د طالبانو چلند له خلیلزاد سره هم همداسې دی. طالبان نوموړی د امریکا استازی او له اسلامي عقیدې او افغاني فرهنګ سره پردی ګڼي. د نوموړي افغانۍ څېره د طالبانو او نورو محافظه کارانو لباره، سکولاره او اشرف غني ته نږدې ده، او بهرنۍ څېره یې د مکناتن، کیوناري او وارنیکوف له ډوله ده. د تندروه پښتنو قوم لپاره هم د نوموړي قومیت شکمن او ناصافه په نظر راځي. له همدې امله، مجاهدین، محافظه کاران او پښتانه تندروه قومي خلک، خلیلزاد د شخړې په مقابل لوري کې چې خيله یې یو اړخ دي، شمېري.
غیر پښتانه تندروه قوم پلوي بیا د خلیلزاد قومي ریښې ډېرې جدي نیسي او نوموړی د غني په څېر په قوم پالنې تورنوي. حتی هغه کسان نوموړی تورنوي چې د سیاست د قومي ډګر د بدلون او د غیرپښتنو سیاسي ځواکونو د لیرې کولو لپاره، د طالبانو له واک نیونې سره یې مرسته وکړه او دا چې د قوم یوې ډلې یې واک د اوسني دردناکه شاتګ په بیه ترلاسه کړی دی، خوښ دي. محمد محقق، د خلیلزاد د وروستیو مرکو په غبرګون کې له نوموړي نه په خوښۍ اوسني وضعیت ته اشاره کوي او ویلي یې دي چې خلیلزاد د طالبانو د امارت اصلي سلاکار او پرمخ بیونکی دی. پخپله خلیلزاد هم له دغو تورونو خبر دی او پخپله مرکه کې یې هغو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې قومي مسایل ورته ارزښت نه لري.
د خلیلزاد خبره نشي کولای هغه انځور ته چې د خلکو په ذهن کې رامنځته شوی بدلون ورکړي. نوموړی د افغانستان د ناروین په درېیو بهرني، ملي او سیمیزو قضیو کې شامل دی او په دې هر یوه ناورین کې، مخالفین یې له هغه د ابلیس په توګه یادونه کوي. ایا کېدای شي دا شان ابلیس شتون ولري؟ ایا یو کس په یوازې ځان کولای شي دومره ناوړه کارونه، وروسته پاتې والي او ناورین رامنځته کړي؟ په وروستۍ مرکه کې د خلیلزاد هڅه داده چې ووایي د نوموړي د رول په هکله مبالغه شوې او نوموړی ددغو بدلونونو معمار ندی. نوموړی ټینګار کوي چې د افغانستان خلک ددې پرځای چې له بهرنیانو وپوښتي چې د هېواد راتلونکی به یې څه ډول شي، باید خپل رول ته پاملرنه وکړي. نوموړی وايي چې د افغانستان خلک دې دا پوښتنه وکړي چې ولي نشي کولای یو بل سره کار وکړي او سره پخلا شي او هېواد یې ولې ثبات ته نه رسېږي او د یوه بهرني هېواد له لمنې د بل بهرني هېواد لمنې ته لوېږي.
د افغانستان په ښوونځیو او پوهنتونونو په رسمي تاریخونو کې، تاریخ د پېښو یوې مجموعې ته ځانګړی شوی چې د اتلو او خاینانو په لاس رامنځته شوی دی. په تاریخ کې د کسانو رول دومره ښودل کېږي چې ګواکې ټولنه د څو شاهانو، وزیرانو یا جنرالانو د لوبې وسیله ده او بل هېڅ ټاکل شوی عامل شتون نلري. د هېواد یو شمېر معاصر تاریخ لیکونکي د فرهنګ، هنر، ادبیاتو، د ژوند تګلارې او پر تاریخي بدلونونو د ټولنې اغېز لرونکو لاملونو په اړه یې هم لیکلي دي، خو په هغو تاریخونو کې له ډلې یې د غبار تاریخ هم د هغو کسانو د سیوري بار پر تاریخ اچوي او هغه رول یې چې د شاهانو، قوماندانانو، خاینونو او مبارزینو پر غاړه ایښی دی تر ډېره د شهنامو او سطورو داستانونو ته ورته ده. نن هم مونږ تر ډېره د هغو شخصیتونو د پېښو ارزونې او مطالعې کوو، او اقتصادي، سیاسي، ټولنیز او فرهنګي پایلو ته یې پاملرنه نه کوو.
دغه جریانونه چې یوازې د یو شمېر مهمو شخصیتونو د فعالیت محصول نه دی، بلکې د ټولو لوبغاړو فردي فعالیتونه او له هغو نه هم زمونږ مهم ټولنیز فعالیتونه د هغو په رامنځته کولو کې اغېر لري، ورته پاملرنه نه کیږي. د تاریخ ساده کول د وایسراګانو، قوماندانانو، شاهانو او د دولت رییسانو په پرېکړو او عملونو، مونږ یې له سردرد، لټولو او د بدلونونو د پېچلو لاملونو له درک نه فارغوي، د تبلیغاتو زمینه برابروي؛ خو غوټه نه خلاصوي. یو شمېر چې یو وخت په واک کې شریکان وو، ډېرې نخرې یې کولې او پخپلو پانګو، څوکیو او خپلو امکاناتو نازیدل او کله ناکله هغه مقام یې چې په واک کې درلود، د خپل نفوذ په حوزو کې نسبي پرمختیاوې خپلې شخصي لاسته راوړنې بللې، اوسمهال یې له خلیلزاد، اشرف غني او څو داخلي او بهرني څېرو نه د فرابشري شخصیتونو په توګه یادونه کوي چې ګواکې د ټولنې د حرکت ټوله لاره یې خرابه کړې ده.
لکه څنګه چې کلونه شاه شجاع، مکناتن او کیوناري ته ښکنځل له مونږ سره یې د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي غوټو خلاصولو سره مرسته ونکړه، ترڅو د شاه شجاګانو له زېږېدلو مخنیوی وکړو او د نورو مکناتنونونو د بیا راتګ مانع شو، نن هم خلیلزاد ته ښکنځلې او پر هغه د ټولو ناخوالو اچول، مونږ نشي ژغورلی.
دا چې د افغانستان د سیاست د صحنې وروستی وایسرا زمونږ پخپله ژبه خبرې کوي، په خپل هېوادني نیمه هویت اقرار کوي، او د رسنیو د لاسرسي وړ دی ترڅو هغه خبرو کولو ته اړ کړي، ښه فرصت دی. خلیلزاد دا مهال د ټولو هغو کسانو چې په تېرو څه کم دوسوو کلونو کې یې له ننګه ډکې معاهدې او تړونونه زمونږ د هېواد لپاره مدیریت کړي دي، خبرې کوي. نوموړی ټینګار لري چې له نوموړي نه د یوه امریکايي نه پرته ډېره تمه ونلرو، ځکه چې د یوه دولت په جوړښت او د هغو پلانونو پر بنسټ چې ادارې او واکمن بنسټونه یې تنظیموي، خپل ماموریت یې ترسره کړی دی. نوموړی د ټولو وایسرانو او په افغانستان کې د سفیرانو او په افغانستان کې د بهرنیانو له لوري د جمهور رییسانو د ټاکل کېدو په استازیتوب وايي چې «د بهرنیانو په تمه مه اوسئ» لومړی باید روښانه کړي چې څه غواړي او «د هغه څه لپاره یې چې غواړي، کوم کار ته چمتو دي چې ترسره یې کړي؟» کیوناري، مکناتن او وارنیکوف دغه فرصت نه درلود ترڅو د ماموریت له پای ته رسېدلو وروسته، په دومره روښانه ډول په افغانستان کې له منتقدینو سره خبرې وکړي. د خلیلزاد خبرو ته باید په ژوره توګه غوږ ونیسو او په دې فکر وکړو چې څنګه کولای شو د افغانستان په سیاست کې د تازه خلیلزادانو له زېږېدلو مخنیوی وکړو.
وایسراګان او کوچني وایسراګان چې په لاره کې دي
کله چې د طالبانو ډله د ۲۰۲۱ کال په اګست مېاشت کې واک ته ورسېدله، د پاکستان دولت د بادارۍ ننداره په لاره واچوله او هغه هېواد لپاره چې ګواکې تر ولکې لاندې یې و، لکه انګلیسانو، روسانو او امریکایانو په څېر ځانګړی صلاحیت لرونکی سفیر یې وټاکه چې وزیران او د ادارې رییسان یې خپل حضور ته وربلل. د استخباراتو رییس یې ارګ ته ولېږه ترڅو د څوکیو د وېش څارنه وکړي او ځانګړی استازی یې معرفي کړ ترڅو د خلیلزاد او مکناتن رول ولوبوي. پاکستان له یوه اړخ نه «حق» درلود دغه ننداره په لاره واچوي.
د طالبانو له مشرانو سره د پاکستان د استخباراتو نفوذ او اړیکې د «دموکراتیک خلق له جمهوري» چارواکو سره د کي جي بي له اړیکو لږې ندي. او هغه رول چې پاکستانیانو د طالبانو په جوړښت، دوام او واک نیولو کې ترسره کړ د اسلامي جمهوري په جوړښت او پیاوړتیا کې د امریکا او متحدینو له رول نه ډېر ریښه لرونکی او پراخ و. خو پاکستان د ځبرځواکو امکانات او اقتصاد نلري. پاکستاني وایسراګان، د مکناتن او خلیلزاد کاریکاتور دي. ددې ګواښ شته چې خلیلزادونه او مکناتنونه په راتلونکي کې ډېر شي او مونږ له کوچنیو وایسراګانو او د خلیلزاد، مکناتن او وارنیکوف له کاریکاتورانو سره مخ شو چې د افغانستان د خلکو په ژبه خبرې کوي، نیمه هېوادوال ښکاري او په ظاهر د بې طرفه او پردي سربېره، د افغانستان د سیمه ییزو شخړو عقدې له ځان سره لېږدوي. په ۱۳۴۰ او ۱۳۵۰ هجري لمریز لسیزو کې یو شمېر د پام وړ افغان محصلینو وکولای شول بهرنیو پوهنتونونو ته لاره ومومي. هغوی د ناورین او هغې جګړې چې د غوايي د اوومې له کودتا وروسته په افغانستان کې پیل شوه، په کوربه هېوادونو کې پاتې شول. هغه کسان چې امریکا ته تللي وو، د یاد هېواد د کډوالیتوب د پرانېستو سیاستونو له امله یې فرصت وموند چې امریکايي شي، او د افغانستان په مسایلو کې د امریکا د مخامخ لاسوهنې له امله، یو شمېر امریکايي شوي کډوال د افغانستان د سیاست په مهمو لوبغاړو بدل شول. زرګونه امریکايي شوي افغانان په تېرو شلو کلونو کې د وایسرايي، ولسمشرۍ، وزارت، ریاست، مدیریت، سوداګرۍ، پانګې اچونې،ژباړونکي او حتی د سرتیري په توګه افغانستان ته راغلل.شک نشته چې د هغوی یو شمېر وړاندې تر دې چې امریکايي شي، افغان ول. د امریکا له فرهنګ یې لږ رنګ اخیستی او پاتې نور ټول د وطني سنت، فرهنګ، اړیکو، هیلو، ژمنو او عقدو محصول و. د هغوی په مینځ کې د ارزښتمندو مسلکي مهارتونو او د خپل زېږېد ځای لپاره د نیکو هیلو نه له ډکو زړونو درلودونکي کسانو شتون درلود. خو له دې خاورې نه په کلونه لیرې والی او دوهم هېواد سره د زړه تړلتیا، ددغې ډلې افغانانو لپاره جدي مانع وه. هغوی ډېر لږ کولای شول حس کړي چې افغانستان یې نه یوازې د پلورونو هدیره، بلکې د اولادونو روزنتون او د خپلو دوستانو پناه ځای هم وبولي. د خلیلزاد د کاریکاتور او کوچني وایسراګانو لویه ډله د افغانستان په بنسټونو او ادارو کې په کار بوخت وو. هغوی چمتو کړای شوي تکتونه او پاسپورتونه درلودل، او هرڅومره چې شرایط سخت کېدل، د هغوی ژمنه کمزورې کېدله او د پردي توب حس او د تېښتې لېوالتیا یې په ذهن کې لا پیاوړې کېدله.
د نظام له منځه تلل د وزیرانو، رییسانو او د یاد دولت د مدیرانو د ریښو له کمزورتیا سره یې مخامخ اړیکه درلوده. د دولت ډېری لوړپوړي چارواکي، د واک او پرېکړې نیونې خلک، وزر لرونکي خلک وو او د طالب د سیلاب له راتلو نه یې دومره وېره نه وه.
اوسمهال میلیونونه افغانان په ټوله نړۍ کې سرګردانه دي. لسګونه زره تحصیل کړي ښځینه او نارینه او د مهارت خاوندان په پردیو هېوادونو کې په کار بوخت دي. سلګونه زره ماشومان او نوي افغان ځوانان په ښوونیزو مهارتونو بوخت دي او کوربه ټولنې سره د یو ځای کېدلو لپاره چمتوالی نیسي. څو لسیزې وروسته به دغ زرګونه تنه د پردیو هېوادونو په اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او پوځي دستګاو کې د نفوذ خاوندان وي. یو شمېر یې وزیر، یو شمېر به یې د پارلمان غړي او یو شمېر به یې جنرالان او پوځي قوماندانان وي. په یو شمېر لوېدیځو هېوادونو کې، د افغانانو نفوس لسګونه او سلګونه زرو تنو ته رسېدلی او کوچنۍ افغانستاني ټولنې د هغو هېوادونو په دننه کې د پراخوالي په حال کې دي. دغه ټولنې تر ډېره د ژبې او قومیت پر محور رامنځته کېږي. او د ډېرو کډوالو لپاره، ملي هویت ارزښت نلري او ځای یې قومي او ژبني هویت ته ورکوي. ددې احتمال چې په راتلونکي کې لابي کوونکي او بهرني نفوذ لرونکي کسان زمونږ د هېوادوالو کډوالو له مینځ نه راپورته شي چې په قومي، فرهنګي او د افغانستان په ژبني شخړو کې بې طرفه نه وي، ډېر دی. ددې احتمال شته چې المانی بهرنی وزیر، استرالیایي لومړی وزیر او امریکايي جنرال ولرو چې عاطفه او ذهن یې د افغانستان په سیمه ییزو شخړو نه وي ککړ شوی. د سیمې هېوادونه هم په افغانستان کې د بشري نفوذ د پانګې اچونې لپاره د تېر په پرتله ډېره پاملرنه لري.
په دغو شرایطو کې چې حاکمه ډله له بشري ظرفیتونو نه د ادارو په تشولو بوخته ده، مسلکي کادرونه تحقیروي، زده کړې او کار ته ارزښت نه ورکوي، او بنسټونه ویجاړوي، د تړلتیاو او د خلیلزاد د کرکټر د زیاتېدلو د تکرار ګواښ ډېر دی. زلمي خلیلزاد د خپلو سیاسي ماموریتونو پای ته رسولو ته نږدې کیږي او ددې احتمال شته چې یوه لسیزه وروسته به، په خاطرو بدل شي. خو د نفود لرونکو نیمه هېوادوالو تازه موج به ډېر ژر صحنې ته راشي چې تر ډېره هغه ژمنې چې دغې خاورې سره یې لري او د افغانستان له کورنیو چارو سره بلدتیا لري، د نفوذ او رایې خاوند به وي.
اوسمهال د طالبانو د امارت د درېیم کال په پیل کې چې ډیری خلیلزاد د هغه د اصلي معمارانو په توګه بولي، لازمه ده چې د نوموړي خبرو ته په ژوره غوږ کېښودل شي او د رولونو په اړه یې عادلانه قضاوت وکړو. له نوموړي نه د فجایعو یوازینی عامل او د افغانستان د سیاسي شاتګ مقصر جوړ نکړو، خو هغو شرایطو ته چې د افغانستان په سیاست کې د بهرنیانو د ټاکل شوي رول د تکرار لامل کیږي باید پاملرنه وکړو. ځکه چې په راتلونکې کې د خلیلزاد د کرکتر د ډېروالي احتمال شته. په دغې پوښتنې فکر وکړو چې زمونږ د فردي او ټولنیزو فعالیتونو رول ددغه وضعیت په رامنځته کولو کې څه ډول دی؟ آیا تاریخي بدلونونه یوازې د وایسراګانو، اتلانو او لویو خاینونو د پرېکړو او ارادې محصول دي او مونږ نشو کولای د هغوی د پرېکړو مخنیوی وکړو، او یا د افغانستان ټول اوسېدونکي له اګاهۍ، فعالیت، انفعال، هوښیارتیا او خپل جهالت سره د نظامونو په بدلون، د ناورینونو په رامنځته کولو، پرمختګونو او شاتګونو کې شریک دي؟