په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو همکاران او هغه کسان چې د بیان د ازادۍ، بشر حقونو او د مدني ټولنې د پلي کېدو لپاره یې کار کړی، د طالبانو په لاس د دولت له سقوط وروسته، له ګواښ سره مخ شول. د هغوی یو شمېر یې په هماغه لومړیو کې له هېواده بهر شول او امن هېوادونو ته ورسېدل، خو یو شمېر نور د طالبانو تر فشارونو او وهلو ټکولو لاندې پاتې شول. یو شمېر یې ونیول او ووژل شول. همکار هېوادونه دې ته پام چې نور په افغانستان کې سیاسي استازولۍ نلري، له هغوی یې وغوښتل چې د خپلو کډوالیتوب د دوسیو د طی مراحلو لپاره افغانستان پرېږدي او «درېیم هېواد» ته کډوال شي. ایران او پاکستان تر ګواښ لاندې کسانو لپاره دوه نږدې هېوادونه وو. له همدې امله، سلګونه زره تنه دغو دوو هېوادونو ته کډوال شول، قانوني او غیر قانوني. ددغو کډوالو لویه برخه هغه پناه غوښتونکي جوړوي چې د موخې هېوادونو د بلنې او ژمنې پر بنسټ، دغو دوو هېوادونو ته د درېیمو هېوادونو په توګه د خپلو کډوالیتوب د دوسیو د طی مراحلو په موخه تللي دي.
ډیری هېوادونو او سازمانونو چې له ګواښ سره د مخامخ پناه غوښتونکو د لېږد لپاره یې له هغوی سره د همکارۍ ژمنه کړې وه، لږ تر لږه یې د دوسیو د طی مراحلو وخت درې مېاشتې او یو شمېر هم ۱۲-۱۸ مېاشتو پورې ښودلی و. دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د دولت له سقوط نه دوه کاله تېریږي او له همدې امله لسګونه زره کورنۍ په ګاونډي هېوادونو کې په دغو کلونو کې د خپلو کډوالیتوب د دوسیو د طی مراحلو لپاره په تمه دي، خو د هغو د حل لپاره هېڅ د حل لاره نه موندي، هغو هېوادونو چې له هغوی سره یې د همکارۍ ژمنه کړې ده او بیا یې د هغوی لپاره ځانګړی وخت ټاکلی، ډېر لږ یې په خپلو ژمنو عمل کړی دی. هغوی لسګونه زره پناه غوښتونکې کورنۍ په خپل وضعیت کې پرېښي دي چې نه د بېرته راتګ لپاره لار لري، او نه هم په «درېیم هېواد کې» د اقامې اجازه ترلاسه کولای شي او نه هم په مخکې کومه لاره لري. په داشان وضعیت کې، هغوی د کار له حق نه هم بې برخې دي.
په دغو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان عالي کمیسارۍ هم د دوو دولتونو د سیاستونو په اغېزمنلو، د خپل ماموریت په ترسره کولو کې ناغړیتوب کوي. له دوو کلونو راپدېخوا، په پاکستان کې دغه بنسټ د افغان پناه غوښتونکو غوښتنو ته ځواب نه ورکوي او هغوی ته د کډوالۍ کارت نه ورکوي. حتی حاضر ندی د هغوی غوښتنلیکونه ومني او ویې څېړي. که چېرې دغه بنست د خپل ماموریت پر بنسټ د پناه غوښتونکو غوښتنلیکونو ته ځواب ورکړي او هغه وڅېړي، د کډوالۍ د کارت په صورت کې، پناه غوښتونکي به د هغه له ګټو کار واخلي چې په اوسنیو شرایطو کې ورسره ډېره مرسته کولای شي؛ لکه د اقامې او د کار کولو له حق نه به برخمن شي. سربېره پر دې، په پاکستان کې د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان عالي کمیسارۍ، دغه خدمتونه ډېر لږ وړاندې کوي. له همدې امله، لکه څنګه چې د دوهمو هېوادونو دروازې لا هم د پناه غوښتونکو پرمخ تړلي دي او د بېرته راتګ لاره هم نلري، د ملګرو ملتونو د سازمان د استازولۍ دروازه هم د هغوی پرمخ تړلې ده. له همدې امله لکه څنګه چې ډیری لیکوالان «درېیم هېوادونه» د «پناه غوښتونکو» برزخ بولي، دا مهال لسګونه زره کورنۍ په هر یو ګاونډي هېواد کې په دغو برزخونو کې دوه کاله د خپلو کډوالیتوب د دوسیو د طی مراحلو لپاره په تمه دي ترڅو خپل د امن جنت ته ورسېږي، خو د یادو امن جنتونو پوله ساتونکي د همکارۍ په برخه کې دومره لېوالتیا نه لري.
دغو پناه غوښتونکو په افغانستان کې د سوداګرۍ دنده او تولیدي شرکتونه نه درلودل چې ډکې ذخیرې ولري او وکړای شي کلونه په درېیم هېواد کې له هېڅ راز عواید پرته ژوند وکړي. هغوی هغه کارکوونکي وو چې په مېاشتنۍ تنخوا یې ژوند کاوه او اوس دوه کاله کېږي چې عاید نه لري او په نا روښانه وضعیت په ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کوي. د هغوی زرګونه تنه حتی د خپلو کډوالیتوب د دوسیو په اړه یې ځواب ندی ترلاسه کړی. په دا شان وضعیت کې چې ملګري ملتونه هم د هغوی غوښتنو ته ځواب نه ورکوي تر څو لږترلږ وکړای شي د کډوالۍ د کارت په اخیستلو د کار کولو حق ترلاسه کړي، هره ورځ چې تېرېږي، د هغوی وضعیت نور هم خرابېږي. دا شان وضعیت، ددغو زرګونه کورنیو ترمینځ بې وزلې ډېروي او بې برخلیکتوب هم پر هغوی رواني فشارونه راوړي.
بل لوري ته، هغوی چې په قانوني ډول ګاونډیو هېوادونو ته یې سفرونه کړي دي، سره له دې چې اړ دي ترڅو په مېاشت کې یو ځلي خپله ویزه تمدید کړي. دغه هېوادونه هم په معمول چلند د افغان کډوالو د ویزو د تمدید غوښتنلیکونو ته ځواب نه ورکوي، له همدې امله هغوی اړ کېږي د شرکتونو او حتی تور بازار له لارې اقدام وکړي تر څو وکړای شي خپله ویزه تمدید کړي. په دې صورت کې، اړ کیږي هرځلي ډېرې پیسې ورکړي چې دې کار د فقر د پراخوالي سرعت ددغو کورنیو په مینځ کې پراخ کړی دی هغوی چې په غیر قانوني ډول تللي دي، له دې هم په بد وضعیت کې دي. د پناه غوښتونکو دغه ډله په ځینو موردونو کې د غیر قانونیتوب له امله، د جریمو لاندې راځي.
بل لوري ته، د طالبانو او ګاونډیو دولتونو ترمینځ اړیکې، په دغو دوو هېوادونو کې د شته کډوالو په وضعیت سیوری اچولی دی. هرځلي چې یوه بده پېښه د هغوی ترمینځ پېښېږي، لکه طالبان د یوه هېواد له پوله ساتونکو سره نښته کوي یا ددغو هېوادونو ترمنځ د حقابه او د بریدونو مسله رامنځته کېږي، د پناه غوښتونکو په وضعیت بده اغېزه کوي. له پولې نه شړل کېدل او په افغانستان کې د طالبانو لاس ته لوېدل، له دغو پناه غوښتونکو سره د وېرې په توګه مطرح ده.
دا مهال یوازې په پاکستان کې لسګونه زره کورنۍ د امریکا د کډوالیتوب د دوسیو طی مراحلو ته په تمه دي. نورو هېوادونو هم زرګونه غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي چې دا کسان یې په شرایطو برابر بللي او هغوی سره یې غوښتنلیکونو ته د رسېدنې ژمنې کړي دي. اوس مهال چې دغه شمېر کورنۍ په پردي هېواد کې د کار کولو حق نه لري، ډېری یې د خپلو کورنیو د غړو په مرسته چې لا هم په افغانستان کې دي یا په نورو هېوادونو کې ژوند او کار کوي، تر مالي ملاتړ لاندې دي. دغه وضعیت، د خپلو پناه غوښتونکو سربېره، د هغوی خپلوانو او د هغوی د کورنۍ پاتې نور غړي هم په چټکۍ د سخت فقر په لوري بیایي. که چېرې اقتصادي کډوالیتوب د هېواد او کورنیو له اقتصاد سره مرسته کوي، اوسنی وضعیت معکوسه پایله لري. له همدې امله، که چېرې د درېیمو هېوادونو په برزخ کې ددغو لسګونه زره لوږو کورنیو وضعیت ته په چټکۍ رسېدنه ونشي، اوسني شرایط به عملا ډیری کورنۍ لاپسې بې وزلي کړي او له دغه وضعیت نه رامنځته شوی رواني فشار به، ددغو ټولو انسانانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کړي. د دغو دوسیو په ارزونه کې د هرې ورځې ځنډېدل، پر پناه غوښتونکو د ډېرو رواني فشارونو او په افغانستان او ددغو کورنیو ترمینځ د فقر د ډېروالي په مانا ده.