د ننګرهار چارواکو، د ولایتي شورا غړو، سیمه ییزو مسؤلینو، قومي مشرانو او مدني فعالینوپر کابل پوهنتون د دوشنبې ورځې برید، د غندلو ترڅنګ د پېښې مړو ته د مغفرت او کورنیو ته یې تسلیت ویلی دی.
د ننګرهار والي ضیاوالحق امرخیل وویل چې دغو محصلینود انسانیت او افغانیت لپاره، د یوه روښانه افغانستان په نوم زده کړې کولې او دښمن هېڅکله نغواړي چې نوی نسل پرمختګ وکړي. امرخیل پر هېوادولو غږ وکړ چې یو موټی شي، له ممبر او نورو ځایونو د یووالي، سولې او پرمختګ غږ پورته کړي.
اخوا په لغمان ولایت کې هم د کابل پوهنتون د برید قربانیانو ته دعا او د ختم مراسم ترسره شو.
د لغمان مرستیال والي شهزاده مظلومیارووېل چې پر کابل پوهنتون برید د افغان اولس او خاورې د دښمنانو یوه وحشي ډوله برید و چې یو شمېر محصلین پکې مړه او ټپیان شول.
نوموړي د کابل پوهنتون وروستۍ پېښه په کلکه وغندله او ټولو وژل شویو ته یې د خدای ج له درباره د جنت فردوس او ټپیانو ته د عاجلې شفاهیله وکړه.
هغه دغه راز پر طالبانو غږ وکړ چې نور دې روان ناورین او د وینې توېدلبند او اوربند دې وکړي.
همداراز د کونړ دولتي چارواکو، دیني علماوو، ځوانانو او قومي مخورو پر کابل پوهنتون د برید غندنه وکړه او د قربانیانو لپاره یې د فاتحې مراسم ترسره کړل.
له همدې امله جوړې شوې غونډې ګډونوالو په هېواد کې د جګړې زیاتوالی او په علمي، مذهبي او عامه ځایونو بریدونه په ستخو ټکو وغندل او دغه کار یې د انساني، اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف عمل وباله.
د کونړ والي محمد اقبال سعید ووېل چې بريدګرو په کابل پوهنتون کې هغه هېوادوال شهیدان کړل چې په لاسونو کې قلم او کتاب و.
هغه زیاته کړه چې علم او پوهه د پرمختګ لار ده، که د سر په بیه هم وي قلم او کتاب نه غورځوو.
د کونړ ولایت د ارشاد حج او اوقافو رئیس هم ووېلچې په کابل کې زموږ خوېندې او وروڼه، د علم او پوهې د ترلاسه کولو لپاره ووژل شول دا د اسلامي او نړیوالو اصولو او د هېواد د پرمختګ پرخلاف عمل دی.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې او بریتانیې سفارتونو هم پر کابل پوهنتون برید غندلی دی.
پر کابل پوهنتون د دوشنبې ورځې په برید کې په لسګونه محصلین مړه او ټپيان شول.
په تېرو کابو دوو اونیو کېدا پر ښوونیزو مرکزونو دوهم برید دی، کابو لس ورځې مخکې په کابل کې پر کوثر دانش ښوونیز مرکز هم دې ته ورته برید وشو چې په لسګونه تنکي ځوانان پکې مړه او ټپیان شول.