• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د جګړې او طبیعي آفتونو پایلې؛ په روان کال کې ۵۲ زره کورنۍ بې کوره شوې دي

لیکوال: عبدالاحمد حسیني، ژباړن: م. ظریف صمیم

 لیکوال: عبدالاحمد حسیني، ژباړن: م. ظریف صمیم لیکوال: عبدالاحمد حسیني، ژباړن: م. ظریف صمیم
۱۸ ليندۍ/قوس ۱۳۹۹ - ۸ دسمبر ۲۰۲۰ [t_time:1607414269]

د ناامنۍ او طبیعي پېښو د شمېرو له مخې،روان کال په هېواد کې ۵۲ زره کورنۍ بېځایه شوې دي. چارواکي وايي چې ددې شمېرې ډېری یې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې ثبت شوې دي. د شمېرو له مخې، په هلمند او کندهار کې د جګړو له امله د کورنیو بېځایه شویو شمېر زیات شوی دی.
په دې توګه، د ژمي په درشل کې په هېواد کې د بېځایه شویو شمېر ۳۳۱ زره کورنیو ته رسېږي، چې ټولټال کابو دوه میلیونه هېوادوال کېږي!
د کورنیو بېځایه شویو د شمېر له زیاتوالي سره هممهاله، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت جوته کړې چې د بېځایه شویو کورنیو تر پوښښ لاندې لاسته راوستلو لپاره چمتووالی لري.
که څه هم دغه وزارت نه ده روښانه کړې چې څومره کورنۍ مرستو ته اړتیا لري، خو وايي چې بېځایه شویو کورنیو ته یې نغدې پیسې، د کور وسایل، فرشونه، خېمې او پاکوونکي مواد په پام کې نیول شوي دي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت چارواکي هم وايي: «دغه وزارت له هغو کورنیو سره چې د جګړې او طبیعي پېښو په پایله کې بېځایه شوي، مرستې کړې دي.
د وېلو ده چې یوازې د هلمند په وروستیو جګړو کې ۴۰ زره کورنۍ ددغه ولایت بېلابېلو سیمو ته کډه شوې او دغو کورنیو له جامو او کورنیو څارویو پرته خپل هرڅه پرې اېښي دي.
په روان کال کې د جګړو او ناامنیو زیاتوالي، په زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه کړې، چې په نسبتا امنو سیمو کې یې پناه اخیستې ده. اوس د ژمي په رارسېدو سره، دغه کورنۍ د یخنۍ او لوږې له ګواښ سره مخامخ دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې ددغو کورنیو د ستونزو د اوارۍ لپاره تیاری نیول شوی دی. ددغه وزارت د مرستیال ویاند رضا باهر، د لړم په یوولسمه نېټه له ۸صبح سره په مرکه کې ووېل چې په روان کال کې ۵۲ زره کورنۍ د ناامنۍ، جګړې او طبیعي افتونو له امله بېځایه شوې دي. نوموړی زیاتوي چې ډیری دا بېځایه شوي د هلمند، کندهار، ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان ولایتونو دي. ددغه وزارت د شمېرو له مخې،د جګړو او ناامنیو او یا هم طبیعي افتونو له امله، یوازې اتلس زره کورنۍ په ختیځ زون کې بېځایه شوې دي.
سربېره پر دې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې په هلمند او کندهار ولایتونو کې د نښتو دوام او په وروستیو ورځو کې یې زیاتوالي، په زرګونه کورنۍ بېځایه کړې دي. ددغه وزارت د مرستیال ویاند ووېل چې په دغو دوو ولایتونو کې د طالبانو د یرغلیزو بریدونو په پایله کې، لږترلږه نهه زره او ۲۵۰ کورنۍ بېځایه شوې دي.
د ښاغلي باهر د مالوماتو له مخې، دا کورنۍ د هلمند او کندهار ولایتونو په مرکزونو کې ځای پرځای شوې دي او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د پېښو په وړاندې د چمتوالي په چارو کې د دولت وزارت له دغو یو شمېر کورنیو سره مرستې کړې دي.
له بلې خوا ددغه وزارت د مرستیال ویاند وایي چې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په ۱۳ کلیو کې د طالبانو پوځي فعالیتونو له بېځایه شویو کورنیو سره د مرستې رسولو بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
چارواکي وايي: «که څه هم یو شمېر کورنۍ له دغې ولسوالۍ د کندهار مرکز ته کډه شوې، خو ځینې نورې کورنۍ د جګړې په ډګر کې راګیر شوي او دا وزارت د طالبانو د پوځي حضور له امله، بېځایه شویو ته مرستې نه شي رسولی.
رضا باهر زیاته کړه چې تېر کال د بېځایه شویو شمېر ۲۸۵ زره تنو ته ورسېد. دا کورنۍ د جګړې او ناامنۍ له امله له خپلو سیمو بېځایه شوې وې.
په دې توګه، اوس د بېځایه شویو ټول شمېر ۳۳۱ زره کورنیو ته رسېدلی چې څه د پاسه دوه میلیون تنه پکې وو. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د چارواکيو په وینا، دا وزارت اوس د اړمنو کورنیو د سروې په حال کې دی. د ښاغلي باهر په وینا، تراوسه نه ده روښانه شوې چې له څومره کورنیو سره به مرستې وشي! د کډوالو چارو وزارت مرستیال ویاند جوتوي چې دغه وزارت تر ډېره هغو ۵۲ زره کورنیو ته پاملرنه کړې چې په روان کال کې بېځایه شوې دي.هغه ووېل: «سږ کال هم پر یوې تګلارې کار کوو، جوته به شي چې څومره کورنۍ تر پوښښ لاندې دي، مالیې وزارت ته مو یوه وړاندیزي طرحه لېږلې ده. دا به روښانه شي چې موسسې له څومره کورنیو سره مرستې کوي، له هغې وروسته به له پاتې کورنیو سره د دولت له بودیجې مرسته وکړو.»
د چارواکيو په وینا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري چې د مرستې بستې چې خوراکي توکي، نغدې پیسې، فرشونه، پاکوونکي وسایل، شړۍ، خېمې او نور د کور د اړتیا وړ توکي پکې دي اړمنو کورنیو ته وېشل کېږي.
د وېلو ده چې مواد د کورنیو د اړتیاوو پراساس وېشل کېږي. دا په داسې حال کې دي چې تېر کال نوموړي وزارت له ۹۵ زره بېځایه شویو کورنیو سره د نغدو پیسو او نورو توکو مرستې کړې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري چې د نورو مرستو ترڅنګ، هرې کورنۍ ته ۱۵ زره افغانۍ نغدې پیسې ورکړل شي چې د ژمي لپاره د سون او نور د تودولو توکي برابر کړي.
د کورنیو بېځایه شویو له زیاتوالي سره په یو وخت، د راستنېدونکو شمېر هم زیات شوی چې مرستو ته اړتیا لري. دا وګړي په روان کال کې له نورو هېوادونو راستانه شوي او یا هم په جبري توګه له کوربه هېوادونو راایستل شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په روان کال کې ۵۰۰ زره تنه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. له دې ډلې، یوازې ۴۷۰ زره تنه د کال له پیل راهیسې له ایرانه راستانه شوي دي.
د چارواکيو په وینا، د کورونا ویروس له خپرېدو سره هممهاله د هېوادوالو د راستنېدو شمېر زیات شوی دی. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د ورځې کابو ۱۶ زره تنه له ایرانه راستنېږي.
له بلې خوا، په هېواد کې د کورونا ویروس خپرېدل او د کډوالو د وړیا درملنې لپاره د ایران چمتووالی ددې لامل شوی چې له دغه هېواده د راستنېدونکو شمېر کم شي. همداراز په روان کال کې کابو اتلس تر شل زره افغانان له پاکستان او ۲۴۹ نور له اروپايي هېوادونو هېواد ته راستانه شوي دي. له بله پلوه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څرګندوي چې دا وزارت چمتو دید ژمي په موسم کې له اړمنو بېځایه شویو او راستنو شویو کورنیو سره مرستې وکړي او ستونزو ته یې پاملرنه وکړي.
د پېښو په وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت هم وایي چې دا وزارت د طبیعي پېښو او جګړو له امله بېځایه شویو د ستونزو د اواري لپاره بشپړ چمتووالی لري. د دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي له ۸صبح سره په مرکه کې ووېل چې د پېښو په وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت له کورنیو بېځایه شویو سره چې د سیلابونو، جګړو او ناامنۍ له امله له خپلو سیمو کډه شوې دي، ورسره مرستې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې چې په دې بهیر کې په هلمند، ارزګان، نورستان او بغلان کې له بېځایه شویو سره د خوراکي توکو مرستې شوې دي. د وېلو ده چې د طالبانو د تاوتریخوالي او بریدونو د دوام له امله، هرکال په زرګونه کورنۍ له خپلو اصلي سیمو په نسبتا امنو ولایتونو کې استوګن کېږي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېر کال هم وېلي و چې له ۹۵ زره بېځایه شویو کورنیو سره یې مرستې کړې دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د فرانسې په لاریونونو کې شاوخوا ۸۰۰ زرو کسانو ګډون کړی
بهرني خبرونه

د فرانسې په لاریونونو کې شاوخوا ۸۰۰ زرو کسانو ګډون کړی

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792867514]
اسراييلي پوځ څه باندې زر فلسطینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي
بهرني خبرونه

اسراييلي پوځ څه باندې زر فلسطینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792863342]
په جرمني کې مېشتو افغانانو او مدني فعالانو د کډوالو د جبري ایستلو پر ضد لاریون وکړ
خبرونه

په جرمني کې مېشتو افغانانو او مدني فعالانو د کډوالو د جبري ایستلو پر ضد لاریون وکړ

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792860608]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.