پینځه دېرش ـ څلوېښت کاله پخوا ډېرو کمو هوښیارو افغانانو دا منله، چې دوی د استخباراتو په لوبو کې د دین په نامه په ناحقه وژل کیږي، خو اوس بشپړ اکثریت همدا چیغې وهي، چې موږ د سیمې او نړۍ استخبارات وژني او نوم یې پرې د دین جګړه ایښی دی.
همدومره ویښتیا هم موږ ته ډېره خونړۍ او خورا قیمته تمامه شوه. د دې ویښتیا دوه ګامه لا پاتې دي:
۱ـ د راویښېدو په پایله کې د خلکو پاڅېدل و راخوځېدل،
۲ـ افراطي ترهګر جلادان د تاریخ ډېران ته ورجارو کول.
دا به هم وشي، خو تر دې دواړو پړاوونو پورې به ـ له بده مرغه ـ نورې وینې هم وبهیږي.
ځکه تر راويښېدلو روسته د بدلون اراده کول خورا سخت پړاو دی.
دا طبیعي ده، خامخا کیږي، خو وخت غواړي.
د ملتونو ویښتیا د بېړې کار نه دی.
ټولو ویښو ملتونو همدومره لوړه بیه ګاللې ده، همدومره وینې یې بهېدلې دي، خو له تاریخي پلوه یې زمانې سره بېلې بېلې دي؛ یوملت په اوولسمه پېړۍ کې، چا په اتلسمه او چا په شلمه پېړۍ کې د ګډ شعور او ویښتیا دغه برید ته ځانونه رسولي دي. زموږ په شان ډېر لږ بدمرغه ملتونه شته، چې خپله دا بدمرغي یې د یویشتمې پېړۍ تر دوهمې لسیزې پورې هم راغځولې ده.
دا مه هیروئ، چې بل څوک مو د ویښتیا و شعور، عمل او بدلون دغو پړاوونو ته نه رسوي، اصلاً داسې څوک بیخي شته نه!
دا به پخپله کوئ، په خپله اراده به یې کوئ او نېکمرغه پایله به یې هم همدا تاسو درخپلوئ. بل چا ته په تمه کېناستل، د دغې بدمرغۍ اصلي زړی دی.
ټول هغه ملتونه چې د ویښتیا لپاره نورو ته په تمه دي، همداسې ویده پاتې شوي دي.