په يوه لویدیځي هيواد کې د قرآن سپکاوی وشي، د نړۍ په لروبر کې د مسلمانو ولسونو وينه په جوش راشي، شعارونه ور کړي، د پرېکوڼ ګواښونه وکړي، لاريونونه وکړي، لارې بندې کړي، زورونه شي، اورونه شي، عامه شتمنۍ پکې دل شي او په جوش راغلې وينې پکې تلې شي! څو ورځې وروسته احساسات ساړه شي، خلک کورونو ته ستانه شي، توهين د هر چا له ياده ووځي، او داسې هېر شي لکه بيخي چې پېښ شوی نه وي.
بله ورځ په بل هيواد کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم توهينوونکي رسمونه جوړ شي، بيا ولسونه شور جوړ کړي، شعارونه ورکړي، د پريکوڼ اخطارونه ورکړي، او…. خو څو ورځې وروسته بيا پېښه د تاريخ په هديرې کې ښخه شي.
له دې هرې پېښې سره د مسلمانانو د احساساتي غبرګونونو له کبله، د هغوی ولسونه راويښيږي، ورځ تر بلې خواريکښ کيږي، علم ته مخه کوي، نوي اختراعات کوي…. د خپلې عقيدې د ساتنې لپارهلویدیځ ته د مسلمانانو د ورتګ د مخنيوي لپاره نوي قوانين جوړوي، او د خپلې عقيدې د خپرونې او د مسلمانانو د عقيدې د ځپنې لپاره د هېڅ کمزوري مسلمان هيواد د نيولو او وېشلو هېڅ فُرصت له لاسه نه ور کوي.
مونږ عقيدوي او فکري جګړه د توکو جګړې ته راکوزوو. يوه ورځ کوکاکولا کافره کړو، بله ورځ مرنډا کافره کړو او بله ورځ بېک قلمونه، لوريل شامپو، او پراينس بسکيټ!!!
بله ورځ خير، خيريت وي. لکه په خوب کې وېرېدلي په څېر له غير ارادي چيغې وروسته بېرته ويديږو. نه بيا تر بل توهينه څوک د توهين خبره کوي، او نه د اقتصادي پريکوڼ!
او پريکوڼ به څنګه وکړی شي چې بديل نلري او د توکو خرڅلاو ته د هغوی له اړتيا نه يې اخيستو ته زمونږ اړتيا زياته ده؟ او له چا سره به يې وکړی شي؟ له امريکې سره چې اوس يې دغه انټرنيټ کاروم؟ له روسيې سره؟ له فرانسې سره؟ له چين سره چې آن جوش کړي جوار هم له هغوی واردوو؟ له صليبيانو سره؟ له بودايانو سره؟ له يهوديانو سره چې دغه ليکل هم د يهودي شرکت له خوا جوړ شوي کمپيوټر باندې کوم او دغه فېسبوک چې دا ليکنه پرې لولئ هم د يهودي دی؟
همدا اوس که زه پريکوڼ وکړم، نه به کمپيوټر ولرم چې ليکل پرې وکړم چې يهودی دی، نه به قلم ولرم چې بودايی دی، نه به موټر کې تلی شم چې مسيحی دی، نه به رکشې کې تلی شم چې هندوه ده!!!
نو څه به کوم؟ له دې هر شي به تېرېږم؟ که د نوي توهينوونکي په راتلو به زاړه توهينوونکي سره بېرته پخلا کېږم؟ او که يو غوږ به ليمڅی کوم او بل بړستن او چې هغوی هر څه کوي او هر څه وايي ځان به نه پرې خبروم؟
خبره داده چې که مونږ د پېښو پر وړاندې دغسې څو ورځې احساساتي غبرګونونه ښيو او بيا يې له مجبوريته يا غفلته هېروو، او يا يې په يوې شفاهي بخښنې غوښتلو بېرته بخښو، مونږ به هېڅ و نه کړی شو. هغوی ته به ذره تاوان هم وا نه شو ړولی او که څه تاوان اړوو، ځان ته به مو اړولی وي.
په کار ده چې مونږ توهين او عدم توهين ته له کتلو پرته خپلواک فکر وکړو. د هر هغه شي د جوړولو فکر وکړو چې زمونږ ور ته اړتيا ده. او په داسې کيفيت د جوړولو فکر يې وکړو چې نه يوازې دا چې د آزاد اختيار او سيالۍ په صورت کې يې زمونږ خلک واخلي، بلکې د هغوی خلک هم زمونږ توليدات غوره کړي. مونږ چې هر شی خپل جوړ کړی شول، بيا به پر هغوی د نه خرڅولو ګواښونه کوو، او چې خبره يې نه منله، بيا به کږې خولې په سوک سموو.
مګر دغسې حالت ته د رسېدلو لپاره په کار ده چې مونږ د خدای له دُنيا سره پخلا شو.
مونږ د خدای د آخرت لپاره د خدای له دُنيا سره دُښمني را اخيستې.
مونږ آخرت د دُنيا دُښمن انګېرلی. مونږ ته آخرت د دُنيا متضاد ښکاري.
په داسې حال کې چې داسې نه ده. د آخرت لاره له دُنيا تيريږي. دا کوم ډول چلن چې مونږ له دُنيا سره کوو، دا د دين امر نه دی، دا د لټۍ او له مسؤوليت څخه د تېښتې نخښه ده.
مونږ ته په غوږونو کې داسې را څڅول شوي چې دُنيا فاني ده، ګوتې مه ور وړه، او “دانا نه کا په دُنيا باندې غرض”!!! دا غلطه ده. د دُنيا فاني او باقي مونږ پورې اړه نه لري، هغه د خدای تعالی کار دی چې ساتي يې او که فنا کوي يې.
تر هغو چې دُنيا آباده ده، مونږ په دُنيوي کار مکلف يو. او دومره مکلف يو چې د قيامت په درشل کې هم بايد د دُنيا د آبادۍ لپاره نيالګی وکرو!
په کار ده چې که مونږ په مسجد کې د هغوی له کليسا، کنيسې او مندر سره سيالي کوو، بايد په ښوونځي، پوهنتون او څېړنيز مرکز کې هم د هغوی له ښوونځي، پوهنتون او څيړنيز مرکز سره سيالي وکړو.
په کار ده چې مونږ د زړونو او نفسونو د اصلاح تر څنګ خپل لاسونه او مغزونه هم اصلاح کړو!!!
مګر تر هغې چې له دې لارې د سيالۍ جوګه کيږو، بايد د توهين او عدم توهين دواړو حالتونو کې لومړی خپل توليدات وکاروو، بيا د مسلمانو هيوادونو، او پای ان د دُښمنو هيوادونو، مګر يوازې د خپلې اړتيا په اندازه!!!