۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران او پاکستان ترمنځ وروستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ ګڼلی او پر دواړو هېوادونو یې غږ کړی چې له «زغم» څخه کار واخلي.
نوموړي وزارت نن پنجشنبه د مرغومي پر ۲۸مه یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې تهران او اسلاماباد دې په خپل منځ کې اختلافي مسایل له ډيپلوماټيکو لارو په خبرو اترو حل کړي.
یاد وزارت زیاته کړې: «دا چې سیمه له اوږدو تحمیلي جګړو او بېثباتیو وروسته د امنیت او ثبات ساه اخلي؛ نو دواړو لوریو ته پکار ده چې د سیمهییز ثبات د لاټينګښت لپاره هڅې وکړي او د اختلاف وړ مسایل د ډيپلوماتیکو چاینلونو له لارې په خبرو اترو هوار کړي.»
له بلې خوا اسلاماباد دا بریدونه تایید کړي او ویلي دي چې د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې یې د «ترهګرو» پر ځانګړو پټنځایونو «همغږي او هدفمند» بریدونه کړې دي.
پاکستان دا بریدونه له هغې وروسته کړي چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو وړمه شپه په پاکستان کې د «جیشالعدل» پر مرکزونو توغندیز بریدونه وکړل.
د ایران او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدا سره هممهاله چین د دواړو لوریو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره تیاری ښوولی دی.
د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، ایران او پاکستان له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري.