۸صبح، نیمروز: په نیمروز کې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې له بهرنیو اسعارو څخه په ګټه اخیستنې د پېر او پلور په تور ۱۱ کسان نیولي دي.
سرچینو پنجشنبه د مرغومي پر ۲۸مه ویلي چې په دغه ولایت کې د طالبانو والي محمدخالد قاسم دوه اوونۍ وړاندې امر کړی و؛ څو د دغه ولایت اوسېدونکي په بازارونو کې د بهرنیو اسعارو له کارولو ډډه وکړي.
سرچینې وايي چې نیول شوي کسان کسبګر او صرافان دي چې د ایراني تومانو په کارولو نیول شوي دي.
په نیمروز کې ځايي طالبانو په دې اړه لا څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په نیمروز کې دوه اوونۍ وړاندې په بازارونو کې پر بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ایراني تومانو پر راکړه ورکړه بندیز لګولی و.
ویل کېږي چې طالبان د نیمروز مرکز په زرنج ښار کې د خپلو پوځي موټرو په لاوډسپېکرونو کې له خلکو غواړي، څو په خپلو مالي چارو کې بهرني اسعار ونه کاروي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک هم په کورنیو بازارونو کې د بهرنیو اسعارو په راکړه ورکړه بندیز لګولی و.
له دې وړاندې د هېواد په ځينو ولایتونو کې خلکو پر بهرنیو اسعاور په ځانګړې ډول پاکستانۍ کلدارو او ایراني تومانو راکړه ورکړه کوله.