د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې اوکراین په بیلګورود سیمه کې د دغه هېواد پوځي ترانسپورټي الوتکې د ویشتلو لپاره د امریکا له لوري جوړ شوي پټریوت هوايي دفاعي سیسټم کارولی دی.
پوتین چهارشنبه د جنورۍ پر ۳۱مه ویلي چې روسیه هم د اوکراین په څېر د دې پېښې لپاره د نړیوالو څېړنو غوښتونکې ده.
نوموړي زیاته کړې: «موږ په ټينګه غواړو چې په دې برخه کې نړیوالې څېړنې وشي، خو هېڅ نړیوال سازمان د دې چارې ترسراوي ته تیار نه دی.»
نوموړي زیاته کړې: «له شک پرته دا الوتکه پر امریکايي پټریوت توغندي وېشتل شوې ده.»
د پوتین په خبره، کره څېړنو دا ثابته کړې ده.
ورته مهال روسیې او اوکراین پرون اعلان کړی چې د روسیې الوتکې د غورځولو سربېره یې هم په لوړ شمېر د اسیرانو تبادله کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د تېرې میلادي میاشتې په وروستیو کې روسیې په بلګورود سیمه کې د خپلې یوې پوځي الوتکې د سقوط خبر ورکړ چې اوکرایني پوځيان پکې سپاره و.
د روسیې په خبره، د دغې پېښې له امله لږ تر لږه ۶۴ اوکرایني سرتېري ووژل شول.