د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته ویلي چې له دغه هېواد سره د امریکا پوځي مرستې «په لاره » کې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، بلینکن دا څرګندونې سېشنبه مې پر ۱۴مه په کییف کې له زیلینسکي سره د لیدنې پرمهال کړې دي.
بلینکن زیاته کړې چې د اوکراین پوځ لپاره د امریکا مرستې د نوې کڅوړې رارسېدل به «د جګړې په ډګر کې یو واقعي بدلون رامنځته کړي.»
ورته مهال، زیلینسکي اوکراین ته د امریکا د مرستو کڅوړه «خورا اړینه» بللې ده.
زیلینسکي ټینګار کړی چې د هېواد پوځ یې د خارکیف ښار د دفاع لپاره دوو پټریوټ هوايي دفاعي سیسټمونو ته اړتیا لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن په یوه نااعلان شوي سفر کییف ته ورسېد.
دا اوکراین ته د امریکا کانګرېس له خوا دغه هېواد سره د ۶۱ میلیارډه ډالرو کڅوړې تر تصویب وروسته کییف ته د یو چګپوړي امریکايي چارواکي لومړنی سفر دی.
یو امریکایي چارواکي رویټرز ته وویل: «بلینکن د اورګاډي له لارې کییف ته رسیدلی او هیلهمند دی څو د اوکراینیانو ته چې له سختو شرایطو سره مخ دي د امریکا د قوي ملاتړ پیغام ورسوي.»
د بلینکن دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د اوکراین پر سرحدي سیمو د روسیې د پوځي فشارونه زیات شوي دي.
روسیې له تېرې جمعې راهیسې د خارکیف پر سرحدي ښارګوټو درانه بریدونه پیل کړي او لږترلږه پنځه ښارګوټي یې ولکې لاندې راوستي.





