۸صبح، کابل: د طالبانو د رییسالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د اذربایجان له سفیر سره په کتنه کې ویلي چې غواړي خپل سوداګریز توکي د اذربایجان له لارې اروپايي بازارونو ته ورسوي.
ارګ سهشنبه د کب پر ۲۹مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو د مولوي عبدالکبیر او په کابل کې د اذربایجان سفیر الهام نریمان اوغلو محمدوف ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.
په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر زیاته کړې چې د طالبانو بهرنی سیاست اقتصاد محوره دی او بنسټ یې له هېوادونو سره په اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ ولاړ دی.
نوموړي له اذربایجاني پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
عبدالکبیر زیاته کړې: «موږ غواړو خپل سوداګریز توکي د اذربایجان له لارې د اروپا بازارونو ته ورسوو او په دې برخه کې د اذربایجان شتون او رول مهم بولو.»
دغه راز، عبدالکبیر یادونه کړې چې د نګورنه قرهباغ په موضوع کې د اذربایجان له دریځه ملاتړ کوي.
بلخوا، طالبانو د اذربایجان د سفیر په حواله لیکلي چې دا هېواد د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
د یادونې ده چې دلوې میاشتې په وروستیو کې نریمان اوغلو محمدوف په کابل کې د دغه هېواد د سفارت پرانېستلو رسمي مکتوب د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ته وسپاره.