۸صبح، خوست: په خوست کې ځايي طالب چارواکي وايي چې ناڅرګندو وسلهوالو په دغه ولایت کې دوه کسان وژلي دي.
په خوست کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر سهشنبه د کب پر ۲۹مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه بیګا شپه د اسماعیلخېلو مندوزیو ولسوالۍ په شبيخېلو کلي کې شوې ده.
د خبرپاڼې په حواله، وژل شوي کسان خپلوان و او په ډزو وژل شوي دي.
د دغو کسانو د پېژندګلوۍ په اړه څه نه دي ویل شوي.
یادې قوماندانۍ ویلي چې د تورنو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.
د یادولو ده چې څو ورځې وړاندې هم ناپېژانده کسانو په دې ولسوالۍ کې یو ځوان په چړو وژلی و.
دا په داسې حال کې ده چې د خوست اوسېدونکي بیا په دغه ولایت کې د جنايي پېښو له زیاتېدو اندېښمن دي.
د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو په حواله، روانه میاشت په دغه ولایت کې د جنايي پېښو له کبله ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.