د تخار او بدخشان ډېری اوسېدونکي له اقتصادي ستونزو او د خوراکي توکو له لوړو بېو شکایت کوي. هغوی وايي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغو ولایتونو کې بېوزلي او لوږه پراخه شوې او د خلکو دسترخوانونه تش شوې دي. د دغو دوو ولایتونو اوسېدونکي زیاتوي چې د هټۍوالو له خوا په لوړه بېه د توکو پلور او د بېوزلۍ او بیکارۍ پراخېدو اندېښمن کړي دي. دا اوسېدونکي وايي، هټۍوالو په روژې میاشت کې د لومړنیو خوراکي توکو بېې لوړې کړې دي، داسې چې په خبره یې، د ډالر په بېه کې هم بدلون نه دی راغلی. هغوی د توکو په بېو کې د لوړوالي لامل د طالبانو د نرخونو د څارنې کمېټې له لوري د توکو له بېو د سمې څارنې نشتوالی ګڼي.
د تخار او بدخشان اوسېدونکي وايي چې د لومړنیو خوراکي توکو بیې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو پورې لوړې شوې دي. هغوی په دې برخه کې د ښاروالۍ له خوا د عملي اقدام او جدي څارنې غوښتنه کړې ده.
ورته مهال، ځايي طالب چارواکي بیا د تخار او بدخشان په بازارونو کې د لومړنیو توکو په بېو کې د لوړوالي لامل، بازارونو ته د کمو توکو وړاندې کول او د غوښتنې ډېروالی ښيي.
بدخشان
د روژې میاشتې په راسېدو سره د هېواد په بازارونو په ځانګړې ډول په بدخشان او تخار کې د لومړنیو خوراکي توکو بېې لوړې شوې دي. د شمالختیځ بدخشان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د طالبانو په واکمنۍ کې له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او په خبره یې، د خوراکي توکو د پېر وس نه لري؛ خو سوداګر او هټۍوال بیا په روژه کې د خلکو د تمې خلاف د دغو توکو بیې لوړې کړې دي.
سیار قادري چې د فیضاباد اوسېدونکی دی او کلونه کېږي چې په دغه ولایت کې د ښوونکي دنده لري. نوموړی اووه زره او ۶۰۰ افغانۍ تنخوا لري. هغه وايي چې د لوړو بېو له کبله د خوراکي توکو د پېر وس نه لري. دغه ښوونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې زیاته کړه: «له روژې وړاندې د توکو بېې ښې وې، خو اوس د ټولو توکو بېې لوړې شوې دي او هټۍوال ظلم کوي. د طالبانو رژیم په نوم اسلامي دی، په جمهوریت کې مو ژوند پر همدې معاش ښه و.»
عینالله چې د بدخشان د یفتل ولسوالۍ اوسېدونکی دی، له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي: «د روژې میاشتې له پېل سره د توکو بېې پورته شوې. مثلاً یوه بوشکه ۱۶ لیټره غوړي یو زر او ۴۵۰ افغانۍ وه، اوس یو زر او ۵۵۰ افغانۍ شوې ده. یوه بورۍ قزاقي اوړه یو زر او ۴۵۰ افغانۍ وه؛ خو اوس یو زر او ۸۰۰ افغانیو ته پورته شوې ده.»
تخار
د تخار یو شمېر اوسېدونکو هم هټۍوال تورن کړي چې په خپل سر یې د خوراکي توکو بېې لوړې کړې دي. هغوی وايي چې په بازارنو کې د دقیقې څارنې نشتوالی د دې لامل شوی چې هټۍوال په خپل سر د توکو بېې پورته کړي. د تخار اوسېدونکي، هټۍوال په «بېانصافۍ» تورنوي او زیاتوي چې هغوی د ډېرې ګټې لپاره په بېمخینې ډول د توکو بېې پورته کړې دي.
د تالقان ښار اوسېدونکی احمد سعید له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: «په تالقان ښار کې هېڅکله ښاروالۍ له خلکو سره همکاره نه ده پاتې شوې. هر څوک په خپل سر پر موږ حکومت کوي. که طالبان غواړي خلکو ته خدمت وکړي، باید هغه نرخونه چې خپله یې ټاکلي، څارنه یې وکړي. هټۍوال تل په لوړه بېه توکي پلوري؛ خو په روژې میاشت کې بیخي ظلم کوي.» د تخار دا اوسېدونکی وايي: «طالبانو پروسږکال د بازارونو د کنټرول وړتیا لرله؛ خو اوس پر هټۍوالو د ښاروالۍ د څارنې کارکوونکي د بډو اخیستو له کبله نمایشي دي.»
ورته مهال، په بدخشان او تخار کې د ښاروالیو مسوولان بیا د هېواد په بازارونو کې د لومړنیو توکو د بېو لوړوالی د عرضې کموالی او د تقاضا ډېروالی ښيي.
که څه هم په بدخشان کې د طالبانو د ښاروالۍ مسوولان په دې برخه کې خبرو کولو ته حاضر نه شول؛ خو د تخار ښاروال نقیبالله محمدالله بیا وویل: «هغه هټۍوال چې په روژې میاشت کې د قانون خلاف او د ښاروالۍ له خوا له ټاکل شوې بېې سرغړونه وکړي، کلک چلن ورسره کوو.»
نوموړی ټينګار کوي چې هره ورځ د ښاروالۍ کارکوونکي د نورو ادارو له استازو سره په ګډه د بازارونو څارنه کوي او هغو هټۍوالو چې سرغړونه یې کړې، په خبره یې، هټۍ یې مهرولاک شوي او قانوني چلن ورسره کېږي.
که څه هم د طالبانو ښاروالۍ وخت ناوخت د خوراکي او نورو توکو نرخنامې ټاکي؛ خو خلک بیا باوري دي چې ټاکل شوې بېې په کمه کچه عملي کېږي.
د تخار او بدخشان اوسېدونکي داسې مهال د لومړنیو خوراکي توکو له لوړو بېو سر ټکوي چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوراکي مرستو اړتیا له زیاتېدو خبرداری ورکړی دی. د دغه بنسټ په خبره، افغانستان د خوړو نه خوندیتوب په برخه کې د نړۍ په کچه د نوملړ په سر کې دی.