۸صبح، کابل: له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو خبرونو خپرېدو ته طالبانو غبرګون ښودلی دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد سهشنبه د وري پر ۷مه له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو په زوره ایستل «ناقانونه، د نړیوالو معیارونو، اسلامي او ګاونډیتوب اصولو خلاف» کړنه بللې ده.
مجاهد دا څرګندونې د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي راډیو ټلویزیون سره په خبرو کې کړې دي.
نوموړي د کوم ځانګړي هېواد له نوم اخیستلو پرته ویلي چې افغان کډوال دې د وسيلې په توګه نه کارول کېږي.
ذبیحالله مجاهد زیاته کړې چې غواړي ټول کډوال افغانستان ته راستانه شي؛ ځکه په خبره یې، هېواد امن او ټولو ته د کار زمینه برابره ده.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د هغو افغان کډوالو چې د اېسيسي يا افغان وګړو کارډ په نامه اسناد لري، افغانستان ته د بېرته ستنولو لپاره د چمتووالي د پېل خبر ورکړی دی.
د یادونې ده چې له دې وړاندې په لومړي پړاو کې پاکستان د هغو افغان کډوالو چې په دغه هېواد کې د اوسېدو لپاره یې قانوني اسناد نه لرل، په زوره افغانستان ته د ستنولو لړۍ پيل کړې وه.