۸صبح، خوست: د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې دغې ډلې په خوست ولایت کې شپږ کسان د «درغلۍ» په تور پر دورو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې دوشنبه د وري پر ۱۳مه د یوې اعلامیې په خپراوي سره ویلي چې هر تورن کس ۳۹ دورې وهل شوی دی.
طالبان تل په عام محضر کې هېوادوال پر دورو وهلي دي.
د یادونې ده چې د طالبانو دا ډول کړنو ته په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه ښودل شوي؛ خو دغې ډلې ورته پام نه دی کړی.
د طالب ډلې مشر ملا هبتالله په خپلو وروستیو څرګندونو کې پر هغه څه چې نوموړی یې «د شرعي حدودو تطبیق» بولي ټینګار کړی او ویلي دي چې له دې وروسته به شریعت په عملي ډول پلی او ښځو ته به په عام محضر کې سزا ورکړي.