۸صبح، کندهار: په کندهار کې په هر ډول رسمي او نارسمي ناستو کې پر ویډیوکولو او عکس اخیستلو له بندیز وروسته، سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې ژوندون ټلویزیون د اقتصادي ستونزو له کبله خپلې خپرونې درولې دي.
سرچینې وايي چې په کندهار کې ژوندون ټلویزیون له څو کلن فعالیت وروسته دوشنبه د وري پر ۱۳مه د اقتصادي ستونزو له کبله خپل نشرات درولي دي.
سرچینې وايي چې د دغې رسنۍ د فعالیت له درېدو وروسته، په دې ولایت کې په محلي کچه هېڅ ټلویزیون خپرونې نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې پروسږکال په کندهار کې د طالبانو والي ملا محمدشیرین اخوند د دغه ولایت ټولو ادارو ته د یو مکتوب په استولو په رسمي او نارسمي ناستو کې پر هر ډول تصویر اخیستلو او ویډیو کولو بندیز لګولی و.
په دې مکتوب کې ټولو ادارو امر ته شوی چې د خپلو فعالیتونو راپورونه په لیکلي او غږیزه بڼه خپاره کړي.
د دغه مکتوب له مخې، د ذی روح(ساه لرونکي) له تصویر اخیستلو دې ډډه وشي، ځکه د دغه لیک پر بنسټ، له «ګټې یې زیان» ډېر دی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېد وروسته پر رسنیو ګڼ محدودیتونه لګول شوي دي.