د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې هېواد یې د ایران پر وړاندې د اسراییل ملاتړ ته ژمن دی.
ګارډین ورځپاڼې چهارشنبه د اپریل پر ۱۰مه راپور ورکړی چې نوموړي دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د جاپان لومړي وزیر فمیو کشېدا سره په کتنه کې کړې دي.
بایډن د ایران د وروستیو ورځو ګوتڅنډنو ته په اشارې ویلي چې واشنګټن به د اسراییلو د دفاع لپاره پر خپلې ژمنې ټينګ پاتې شي.
د نوموړي په خبره، له فمیو کشېدا سره په ګډه غواړي چې د ایران له خوا رامنځته کېدونکي «ګواښ» ته رسېدنه وکړي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړې: «څنګه مې چې لومړي وزیر نتانیاهو ته ویلي، د ایران او د هغوی نیابتي ډلو د ګواښونو پر وړاندې له اسراییل څخه ملاتړ ته کلکه ژمنتیا لرو، همداسې به د اسراییل خوندیتوب لپاره خپلې ټولې هڅې وکړو.»
د سوریې پلازمېنې دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل له هوايي بمبارۍ وروسته د تهران او تلابیب اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي.
په یاد برید کې د سپاه پاسداران قدس ځواکونو د دوو جګپوړو قوماندانانو په ګډون اووه کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول.
له دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټين هم ویلي و چې واشنګټن به د ایران ګواښونو پر وړاندې د اسراییل ملاتړ ته دوام ورکړي.