په هېواد کې د شیعه مذهب یو شمېر پیروان له شیعهګانو سره د طالبانو د دښمنانه چلند او د دغې ډلې د مشرتابه له پرېکړو شکایت لري. د دوی په خبره، د شیعه مېشتو ولایتونو لپاره د سُني شورا ټاکل، د محرم ماتم پر مراسمو محدودیتونه، په واک کې شیعهګانو ته هېڅ ونډه نه ورکول او د طالبانو له خوا د شیعه سیمو له اوسېدونکو سره ناوړه چلند د دې لال شوی چې د دغه مذهب پالونکي د پردیوالي احساس وکړي. د هېواد شیعه دیني عالمانو هم په وار وار د دغه مذهب له پالونکو سره د طالبانو چلند غندلی او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول کړنې به د بېلابېلو مذهبونو د پیروانو ترمنځ واټن لا پسې زیات کړي. دا نیوکې او خبرداري په تېرو درېیو کلونو کې هېڅکله ګټور نه دي واقع شوي. له همدې کبله ديني عالمان «مذهبي زغم» په ټولنه کې يو له اړتياوو څخه ګڼي او وايي چې تر هغو چې واکمن رژیم د مذهبونو پر وړاندې بې طرفه دریځ غوره نه کړي، په هیواد کې به دیني زغم او متقابل منل پلی نه شي.
د شیعه مذهب پالونکی او د کابل د دشت برچي د «سیدان» کوڅې اوسېدونکی سېدعصمتالله ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې واکمن رژیم په بېلابېلو کچو د نوموړي د همفکره مذهبي پالونکو پر وړاندې دوهمخی او دښمنانه چلند لري. د هغه په خبره، د بشري مرستو له وېش څخه نيولې بيا په لويو پرېکړو کې د شيعه مذهب پالونکو په شاملولو کې تبعيض شته دى او طالبان يې مسوول دي. سېدعصمت الله زیاتوي: «په هغو سیمو کې چې شیعهګان ډېر دي، مرستې ډېرې کمې وېشل کېږي. د پولیسو په حوزو او وزارتونو کې یو شیعه یا هزاره نشته. حکومتداري داسې نه ده. زموږ خلک په خپل هېواد پردی احساس کوي. په داسې حال کې چې موږ تذکره لرو او موږ د همدې افغانستان یو.»
د شيعه مذهب پالونکی او د کابل ښار د لومړۍ ناحيې د «چنداول» سيمې اوسېدونکى محمد کاظم وايي، مذهبي ازادي د هېواد د هر وګړي حق دى. د هغه په خبره، سياسي واکمنان بايد په ديني چارو او د خلکو په عقايدو کې لاسوهنه ونه کړي. دا متقاعد دولتي مامور زیاتوي: «له هغه وخته چې ملایانو واک په لاس کې اخیستی، زموږ د خلکو ماتم لکه څنګه چې لازمه وای، نه ترسره کېږي. د تېر کال محرم کې [طالبانو] په زور له موټرو او دوکانونو څخه د ماتم بیرغونه راټول کړل. د خلکو عقیدو او باور ته سپکاوی کوي.» محمد کاظم زیاتوي چې له توکمونو او د مذهبونو له پالونکو سره د طالبانو دوه مخی چلند د هېواد د وګړو ترمنځ د ټولنیز وېش لامل کېږي او په اوږدمهال کې د بلې کورنۍ جګړې شرایط رامنځته کوي.
د شیعه مذهب پالونکي په هېواد کې د واکمن رژیم له دښمنانه چلنده په داسې حال کې شکایت کوي چې طالبان د حنفي مذهب «دیوبندي» څانګې پالونکې دي. د طالبانو مشر ټینګار کوي چې دا دیني باور باید د هېواد پر ټولو وګړو پلي شي. د طالبانو مشر ملا هیبتالله اخندزاده د تېرکال د سلواغې په میاشت کې د ولایتونو په کچه د دیني عالمانو د شورا د غړو د جوړښت اعلان وکړ. د دې شورا دنده په ټولنه کې د کړنو څارنه او د طالبانو مشر ته مشورې ورکول بلل شوې ده.
د اعلان شوي نوملړ پر بنسټ، د هېواد په کچه د دې شورا ټول غړي حنفي ديني عالمان دي او په جوړښت کې یې یو شيعه ديني عالم نه تر سترګو کېږي. ان په هغو ولایتونو کې چې اکثریت اوسیدونکي یې شیعه مذهبه دي، د دیني عالمانو د شورا په جوړېدو کې د دغه مذهب کوم عالم ته ځای نه دی ورکړل شوی.
د هېواد د شیعه علماوو ستره شورا د دغې شورا جوړښت ناعادلانه او له انصافه لرې بللی او له طالبانو یې غوښتي چې په دې هکله له سره غور وکړي.
د افغانستان د شیعه علماوو شورا مرستیال سېدحسین عالمي بلخي څرګنده کړې چې د طالبانو مشر دا ډول کړنې د دیني پالونکو ترمنځ واټن زیاتوي. اوس چې د دغې شورا له فعالیته څه دپاسه ۱۰ میاشتې تیرې شوې دي، هیڅ شیعه دیني عالم یې په جوړښت کې نه دی نیول شوی.
بلخوا په هېواد کې د شته رژیم له جوړښته د شیعه پالونکو د لیرې کېدو هڅې روانې دي او طالبان وخت ناوخت د دې ټولنې پر مذهبي ازادۍ محدودیتونه وضع کوي، تر څو د شیعه ګانو شخصي حیثیت زیانمن کړي. د دې مذهب د پالونکو په لوړو محکمو کې قانون نه پلي کیږي، د پوهنتونونو له ښوونیز نصاب څخه د جعفري فقهې تدریس لیرې شوی دی. همداراز طالبان د هېواد شیعهګانو ته اجازه نه ورکوي چې د محرم په مناسبت ځانګړي مذهبي مراسم لکه د جمهوري نظام د دورې په شان ترسره کړي.
د چارو شنونکي او دیني عالمان «مذهبي ازادي» د یوې عصري ټولنې د خلکو لپاره یو حتمي حل بولي او په هېواد کې په مذهبي زغم ټینګار کوي. څېړونکی او دیني عالم محمد محق ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «د دې لپاره چې په یوه ټولنه کې مذهبي زغم پلی شي، بنسټیز ګام د ټولو مذهبونو پر وړاندې د بې پرې حکومت درلودل دي. کله چې واکمن رژیم او هغه دستګاه چې اجرائیوي واک لري، یو مذهب ته متوجه وي، طبیعي ده چې نه شي کولای په پرې توګه عمل وکړي او نور دینونه په یو ډول زیانمن کېږي.» د هغه په باور، يوازينۍ لاره چې د مذهبي اختلافاتو پر بنسټ د هېوادوالو د ځورونې مخه نيولاى شي، د سياسي او اداري سيسټم د نوي جوړښت طرحه کول دي چې د بېلابېلو اديانو او مذهبونو پر وړاندې د دولت د بې پرېتوب پر بنسټ ولاړ وي او ټولو ته د مساوي حقونه برابر کړي او د زدهکړې او پوهاوي له لارې خلک د زغم په اصولو باور پیدا کړي او د مناسبو قوانینو په جوړولو سره د دې اصل ملاتړ وکړي.»
که څه هم طالب چارواکو څو څو ځله په مطبوعاتي او رسمي ناستو کې د مذهبي ازادۍ پر درناوي ټینګار کړی؛ خو د دوی دا اخلاقي سپارښتنې د حاکم نظام د ملاتړ په نشتوالي کې د غیرحنفي مذهب د پالونکو د ځورونې مخه نه شي نیولی.
د امریکا د مذهبي ازادۍ نړۍوال کمېسیون هم په یو راپور کې ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د مذهبي ازادۍ وضعیت مخ پر ځوړ روان دی.
نوموړي کمېسیون د امریکا له حکومته غوښتي چې افغانستان دې د مذهبي ازادۍ د سیسټماټیک سرغړونې له امله د «ځانګړې اندیښنې وړ هېواد» په توګه وپیژني او دا مسئله دې له طالبانو سره د خبرو په اجنډا کې هم شامله کړي.
سربېره پر دې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال محمد يونس هم تېره اونۍ (پنجشنبه د غويي پر ۱۳مه) په خپله وروستۍ وينا کې د وګړو د حقونو د ټینګښت په اړه وويل: «هغه عدالت چې په افغانستان کې ټینګ شوى، په هېڅ ځاى کې نشته او هېڅ ډول ظلم په چا نه کېږي.» هغه همداراز له هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.