۸صبح، کابل: په نور او بریا خصوصي ټلویزیونونو کې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې د طالبانو د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون د دغو دوو رسنیو د فعالیت ځنډېدو پرېکړه کړې ده.
د طالبانو د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون سهشنبه د وري پر ۲۸مه په خپله نوبتي ناسته کې د دغو ټلویزیونونو د ځنډولو لامل «د کمېسیون سپارښتنو او خبریالۍ اصولو ته نه پاملرنه بللې ده.»
د طلوع نیوز رییس او د دغه کمېسیون غړی ذبیح سادات ویلي چې دغو رسنیو څو وارې «اصول» تر پښو لاندې کړي و او په وار وار ورته ویل شوي چې په خبره یې، د خبریالۍ اصولو ته پام وکړي.
د سادات په خبره، پرېکړه وشوه تر هغو چې په محکمه کې د دغو دوو رسنیو په اړه پرېکړه کېږي، دروازې دې یې وتړل شي.
بل پلوه، په دغو دوو ټلویزیونونو کې سرچینې وايي چې له کلونه راهیسې یې خپرونې له رسنیزو قوانینو او ملي او اسلامي ارزښتونو سره سمې وې.
په بریا ټلویزیون کې یوه سرچینه وايي: «اوسنیو واکمنانو دا پرېکړه له دې امله کړې چې د هغوی له نظره دې رسنۍ اسلامي او ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کړې دي.»
په نور ټلویزیون کې هم یوه سرچینه وايي: «هو دروازه خلاصه ده، خو کارکوونکي یې بهر کړل؛ خو خپله دننه دي.»
ویل کېږي چې طالبانو له خبراوي پرته د نور او بریا خصوصي ټلویزیونونو خپرونې بندې کړې دي.
ورته مهال، د افغانستان د خبریالانو ټولنې رییس حفیظالله بارکزي ویلي: «دواړو رسنیو چې د نور راډيو ټلویزیون او بریا ټلویزیون دی، د کمېسیون د غړو د پرېکړې پر بنسټ چې د بنسټونو، د ژورنالیزم ټولنې او رسنیو استازولي کوي، د لنډې مودې لپاره وتړل شول.»
د یادولو ده چې طالبانو پر افغانستان له بیاواکمنېدو وروسته ګڼې رسنۍ او خبریالان ځپلي دي.