۸صبح، کابل: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د ترکمنستان جمهوري دولت یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی دی.
نوموړي وزارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا پلاوی سهشنبه د غويي پر ۴مه د طالبانو او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا لپاره د خبرو اترو د دوام په موخه کابل ته رارسېدلی دی.
یاد وزارت زیاته کړې چې ټاکل شوې راتلونکو ورځو کې د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ د سیمهییز اتصال او د سوداګرۍ او ترانزیت د ودې په موخه درې اړخیزه غونډه جوړه شي.
طالبان د ترکمنستان په ګډون د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره نږدې سوداګریزې اړیکې لري.
په تېرو څه باندې دوو کلونو کې طالب سوداګریزو پلاوو بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.