۸صبح، تخار: په تخار او بغلان کې سیمهییزې سرچینې د دغو ولایتونو په فضا کې د بېپیلوټه الوتکو له ګزمو خبر ورکړی دی.
په تخار کې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دوو الوتکو سهشنبه د غويي پر ۴مه د ماسپښين شاوخوا ۲:۳۰ بجې د تاجکستان پولې ته څېرمه د کوکچې شاوخوا ولسوالیو په فضا کې ګزمې کړې دي.
سرچینو د دغو الوتکو د ګزمو موخه د افغانستان او تاجکستان په پوله کې د مخدره توکو د قاچاقبرو او داعش جنګیالیو لټون ښودلی دی.
ورته مهال، په بغلان کې هم ځايي سرچینې د دغه ولایت په فضا کې د دوو بېپيلوټه الوتکو له ګزمو خبر ورکړی دی.
سرچینې وايي چې دا الوتکې له څلورو ورځو راهیسې د نهرین ولسوالۍ په فضا کې لیدل کېږي.
د سرچینو په خبره، دا الوتکې سپین رنګ لري؛ خو کره بڼه یې څرګنده نه ده او په وینا یې، تر ډېره د شپې له خوا ګزمې کوي.
د سرچینو د څرګندونو په حواله، دا دوه بېپیلوټه الوتکې کله کله یو ځای ځمکې ته رانږدې کېږي او کله هم بېرته الوځي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې دا الوتکې د کوم هېواد له لارې د افغانستان هوايي حریم ته دننه شوې دي.
تر دې دمه په بغلان او تخار کې ځايي طالب چارواکو څه ویلي نه دي.
په وروستیو اوونیو کې په پروان، کاپیسا، نیمروز، کندهار، پکتیکا، پنجشېر، هرات او بدخشان کې یو شمېر بېپيلوټه الوتکې لیدل شوې دي.