۸صبح، ننګرهار: د ننګرهار سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د یو ځوان د ځانوژنې خبر ورکوي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دې کس یکشنبه د غبرګولي پر ۶مه د جلالاباد ښار اړوند د اوومې امنیتي حوزې په «دوسرکه» سیمه کې د یوې لارۍ موټر ټایر لاندې ځان اچولی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.
سرچينې د دې سړي د ځانوژنې لامل «اقتصادي ستونزې او بېکاري» بللې ده.
طالبانو هم دا پېښه منلې او ویلي یې دي چې د دغه کس مړی یې د ننګرهار ولایتي روغتون ته لېږدولی دی. شاوخوا يو کال دمخه هم په دې سيمه کې ورته پېښه شوې وه.
د يادونې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په هېواد کې د «بېوزلۍ او بېکارۍ» کچه لوړه شوې ده.