د راپورونو په حواله، په ایران کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د منل شویو نوماندانو نوملړ په ډاګه شوی دی.
مهر خبري اژانس یکشنبه د جون پر ۹مه راپور ورکړی چې په دې نوملړ کې مصطفی پورمحمدي، مسعود پزشکیان، امیرحسین قاضيزاده، علیرضا زاکاني، سعید جلیلي او محمدباقر قالیباف شامل دي.
د تمې خلاف، محمود احمدي نژاد او علي لاریجاني دوه نور هغه نوماندان وو چې په ایران کې د نګهبان شورا له خوا یې غوښتنه منل شوې نه ده.
په ایران کې ولسمشریزې ټاکنې د چورلکې لوېدو په پېښه کې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر سیدابراهیم رییسي له مړینې وروسته کېږي.
ټاکل شوې چې په دغه هېواد کې دا ټاکنې د روان کال د سرطان پر ۸مه وشي.