۸صبح، کابل: د راپورونو په حواله، ایراني پوله ساتو ځواکونو د پنځو افغانانو په ګډون اووه کسان د خراسان رضوي په هنګ تایباد پوله کې د مخدره توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
ایرنا خبري اژانس یکشنبه د چنګاښ پر ۳مه راپور ورکړی چې دا کسان ایران ته د ننوتلو پر مهال نیول شوي دي.
د تایباد پولې قوماندان محمد محمودي ویلي چې له دغو کسانو څه باندې پنځه کیلوګرامه نشهیي توکي کشف شوي دي.
نوموړي زیاته کړې: «په دې عملیاتو کې د تایباد پوله ساتو د افغانستان پنځه تبعه چې په ناقانونه توګه یې ایران ته د دننه کېدو هوډ درلود، نیول شوي او له هغوی د پوډري هیرویینو او تریاکو بڼې ۳۰۶ بستې چې وزن یې څلور کیلو او ۳۰۰ ګرامه و، کشف شوي دي.»
هغه زیاته کړې چې دوه نور کسان یې چې په بوټونو کې یې یو کیلو تریاک او حشیش ځای پر ځای کړي و، نیولي دي.
محمودي زیاته کړې چې دا اووه کسان قضايي ادارو ته ورپېژندل شوي دي.
د یادونې ده چې د ایران خراسان رضوي ولایت له ختیځ پلوه له افغانستان سره ۳۰۲ کیلومتره ګډه پوله لري.
تازه د ایران د پوله ساتو ځواکونو قوماندان سردار احمدعلي ګودرزي ویلي، تر هغو چې افغانستان بېثباته، بېوزله او محروم وي، د ایران لپاره به د نشهیي توکو لامله رامنځته کېدونکي ګواښونه پر خپل ځای وي.





