۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي چې په دغه هېواد کې نجونې له عمر او جنسیتي زیانونو کړېږي.
بېنټ چهارشنبه د غبرګولي پر ۲۳مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې په خپل تازه راپور کې یې د طالبانو له خوا «تبعیض، بېلوالی او د ښځو او نجونو څنډې ته کولو بنسټيز شوی سیسټم» څېړلی دی.
په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې معلولیت لرونکې نجونې او ښځې له دوامداره ګوښه کېدو سره مخ دي.
نوموړي زیاته کړې چې راپور به د جون پر ۱۸مه د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته وړاندې کړي.
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو راهیسې پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.
طالبانو له شپږم ټولګي پورته زدهکوونکې او پوهنتونې نجونې له زدهکړو منع کړې دي.