• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د طالبانو په اډانه کې د قومونو لږه سلنه؛ له طالبانو سره همنظره څېرې د تاجکانو، اوزبکانو او هزاره‌ګانو استازي نه دي»

۸صبح، کابل ۸صبح، کابل
۵ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴ [t_time:1719293424]
Ali Khara/REUTERS

Ali Khara/REUTERS

د منځني ختیځ څېړنیز انسټېټیوټ په دې وروستیو کې د طالبانو رژیم د قومي جوړښت په هکله خپلې تازه موندنې خپرې کړې دي. د دغه څېړنیز بنسټ د څېړنو له مخې، د طالبانو د یو زرو او ۱۳۷ مشرانو او لوړپوړو چارواکو له ډلې څخه ۸۷ یې تاجک، اوزبک او هزاره‌ګان دي. د هېواد یو شمېر سیاسي او پېژندل شوي څېرې وايي چې د طالبانو په رژیم کې موجودې څېرې نه شي کولای د تاجک، اوزبک او هزاره‌ قومونو استازولي وکړي. د دوی په خبره، دا کسان له طالبانو سره د اجیرو سرتېرو په توګه کار کوي او د دغې ډلې په پرېکړو کې د مداخلې واک نه لري.

په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو مخکیني استازي عبدالظاهر سالنګي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « ښایي یو شمېر تاجک وروڼه د طالبانو د رژیم برخه وي، خو دا په دې مانا نه ده چې دوی د تاجک ولس د ادبي، کلتوري، اخلاقي او تاریخي تنوع استازولي وکړي. طبيعي ده چې هر نظام او ډله سرتېرو ته اړتيا لري، دا څېرې د طالبانو د ډلې سرتېري دي.»

ښاغلی سالنګي زیاتوي: «طالبان، هغه ډله چې افغانستان یې اشغال کړی دی، نه یوازې د نورو توکمونو، بلکې د ستر پښتون ولس استازیتوب هم نه شي کولای. او دوی دا حق له خلکو اخیستی چې خپل غږ پورته کړي، د حقونو غوښتنه وکړي، د هېواد مشر وټاکل شي او یا یې وټاکي.»

همداراز له طالبانو سره د تېر حکومت د سولې مذاکرې د پلاوي غړې حبیبه سرابي هم د طالبانو په رژیم کې د نیم سلنې هزاره ګانو د حضور په اړه وايي: « لومړی دا چې د طالبانو په واکمنۍ کې د نیم سلنې هزاره‌ګانو حضور په افغانستان کې د توکمیزو ډلو حضور ته په پام سره خورا ناڅېز دی. دویمه مسئله دا چې د هزاره قوم هغه څېرې چې له طالبانو سره دي د هزاره‌ګانو هیلې او غوښتنې نه شي پوره کولای.»

مېرمن سرابي زیاتوي: «ټول هزاره‌ګان د طالبانو له فکرونو سره موافق نه دي، د طالبانو په رژیم کې هزاره‌ګان نیول شوي، شکنجه شوي، توهین او سپکاوی یې کېږي، خو د طالبانو په رژیم کې د هزاره‌ګانو خلک هېڅکله د داسې خلکو ملاتړ نه شي کولای. د همدې دلیلونو له کبله، دوی نه شي کولای د هزاره خلکو استازیتوب وکړي.»

په همدې ترتیب د ملي حرکت ګوند مرستیال او د تخار پخوانی والي عبدالله قرلق وايي: « په سمبولیک ډول د طالبانو په لیکو کې یو شمېر اوزبکان شته چې د دغې ډلې په پېل کې او پخوا له دوی سره یوځای شوي او د ګډ فکر په لرلو سره په حقیقت کې د طالباني فکر تعقیبوي او ملاتړ یې کوي. د طالبانو په لیکو کې د اوزبک قشر له تعلیم یافته او متخصصې ډلې څخه هېڅوک نشته.»

دا په داسې حال کې ده چې د منځني ختیځ څېړنیز انسټیټیوټ د روان کال د غبرګولي پر ۲۲مه د طالب  مشرانو او لوړپوړو چارواکو په هکله تفصیلي راپور خپور کړی دی. په دغه راپور کې راغلي چې د طالبانو د ۱۳۷ لوړ پوړو چارواکو له ډلې څخه ۸۹۱ یې پښتانه او ۸۷ یې تاجک، اوزبک او هزاره دي.

د دغه بنسټ د موندنو له مخې، د طالبانو په مشرانو او لوړپوړو چارواکو کې ۵۳ تاجک، ۲۸ اوزبک او ۶ هزاره‌ګان دي. د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت تاجک، د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او د دغې ډلې د کرنې وزیر عطاءالله عمري، د اوزبک قوم دي.

د راپور پر بنسټ، د شپږو هزاره طالب چارواکو له ډلې څخه پنځه یې په وزارتونو کې د مرستیال او یو یې د رئیس په توګه ټاکل شوی دی. په دې منځ کې، د طالبانو پنځه سلنه لوړ پوړي چارواکي تاجک، درې سلنه یې اوزبک او نیمايي یې هزاره‌ګان دي.

د دغه راپور موندنې ښيي چې د طالب چارواکو په منځ کې د طالبانو ۴۰ لوړپوړي مشران چې په کې مشر، رئیس‌الوزرا، د دفاع، لوړو زده‌کړو، پوهنې، کلتور، کلیو پراختیا، کار او ټولنیزو چارو، ټولګټو وزیران او قاضی‌القضات شامل دي، د کندهار ولایت دي او د دغې ډلې ۱۹ نور مشران چې د کورنیو چارو وزیر، د طالبانو د رئیس‌الوزرا سیاسي مرستیال، د انرژۍ او اوبو وزیر او د دغې ډلې د کډوالو د چارو وزیر په ګډون د خوست ولایت دي. په دې منځ کې د هزاره له قومه کوم کس حضور نه لري.

د منځني ختیځ څېړنیز انسټیټیوټ د موندنو پر بنسټ، د طالبانو پنځه غړي چې له ډلې یې د امربالمعروف  نهي عن‌المنکر وزیر، د پشه قوم او حمدالله نعماني د ښارجونې وزیر، د بلوڅ قوم او د دغې ډلې د رژیم د قاضي‌القضات مرستیال محمد قاسم راسخ په ګډون درې نور طالب چارواکي ترکمن دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي
خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي

۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762176085]
اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه
خبرونه

اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۸ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1757442805]
د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي
خبرونه

د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي

۱۰ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1756752298]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندوز کې یو ډاکټر ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د مرموزو وژنو زیاتېدل؛ په غزني کې یو صراف ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.