نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د جاسوسۍ په تور د یوه امریکايي خبریال ایوان ګرشکویچ محاکمه په مسکو کې پیلېږي.
بي بي سي چهارشنبه د جون پر۲۶مه خبر ورکړ، چې دغه خبریال له شاوخوا ۱۵ میاشتو راهیسې په مسکو کې بندي دی او محاکمه یې مسکو ته څېرمه په یکاترینبورګ ښار کې ترسره کېږي.
د راپور له مخې، ګرشکویچ د یوه روسي ټانک د جوړونکي په تړاو د محرمو اطلاعاتو د راټولولو لپاره د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ای اې) لخوا مسکو ته استول شوی و، چې د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې په یکاترینبورګ ښار کې ونیول شو.
ګرشکویچ د «وال سټرېټ ژورنال» ورځپاڼې خبریال دی او د امریکا حکومت او د دې ورځپاڼې مدیران پرې د جاسوسۍ لګېدلي تورونه ردوي.
د هغې رسنۍ خاوند چې دغه خبریال ورسره کار کوي، اندیښنه ښودلې ده چې ښايي نوموړی د محکومېدو په صورت کې شل کاله بند تجربه کړي.
وال سټرېټ ژورنال ویلي چې مسکو امریکايي وګړي ځکه نیسي چې له دغه هېواده بهر یې له بندي روسانو سره تبادله کړي.
تېر کال هم روسیې د ازادۍ راډیو یو خبریال چې روسي او امریکايي پاسپورټونه یې لرل نیولي و.