۸صبح، بدخشان: د بدخشان سیمهییزې سرچینې وايي چې طالب جنګیالیو د دغه ولایت د خاش ولسوالۍ د اوسېدونکو پر کورونو یرغل کړی او درې کسان یې ټپیان کړي دي.
سرچینې چهارشنبه د چنګاښ پر ۶مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د بدخشان خاش ولسوالۍ د «کارز» کلي د اوسېدونکو او طالب جنګیالیو ترمنځ په نښته کې درې ملکيان ټپیان شوي دي.
سرچینې د دغې نښتې لامل د خلکو پر کورونو د طالب جنګیالیو خپلسری یرغل بللی دی.
د سرچينې په خبره، وروسته له هغې چې سيمهييزو طالب جنګیالیو د سيمې اوسېدونکو پر کورونو بې لامله یرغل او سپکاوی وکړ، د ولسي پاڅون او د هغوى ترمنځ د نښتې لامل شوی دی.
د بدخشان سیمهییزو طالب چارواکو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
په بدخشان کې یوه ډله طالبان په خپلسري ډول د خلکو پر کورونو په یرغل تورن دي.
له دې مخکې هم د دغې ډلې جنګیالیو د کوکنارو کښت د له منځه وړنې په پلمه د دغه ولایت د درایم ولسوالۍ د اوسېدونکو پر کورونو یرغل کړی و چې په پایله کې یې یو ملکي وګړی ووژل شو.