د ویانا څلورمه ناسته د شاوخوا اویاوو سیاسي، کلتوري او رسنیزو څېرو په ګډون پېل شوې ده. دې ناستې ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي دي. ځينو سیاسي څېرو د ناستې د لومړۍ ورځې د ویناوالو پر څرګندونو نیوکې کړې دي او د طالبانو په ګډون ځنیو نورو بیا د غونډې ګډونوال «سرګردانه ټولی» بللی دی. ځينو پخوانیو چارواکو د طالبانو په رژیم کې د «ترک توکمو» ځای د دې ناستې پرتله «ښه» بللی او ځينو ښځو د دې لپاره چې یوې ښځې ته هم د ناستې په لومړي کتار کې ځای ورکړل شوی نه و، نیوکه کړې ده. بل پلو، د هېواد ځينو اوسېدونکو د یو طالب چارواکي څرګندونو ته په غبرګون کې پوښتلي چې ولې د دوی په ټکو له «سرګردانه ټولي» وېرېدلي دي؟ د دغې ناستې ګډونوالو په دویمه ورځ په څلورو کمېټو وېشل شوي او د افغانستان سیاسي وضعیت، نړیوالو اړیکو (سیمهییزې او له سیمې وراخوا)، د بشري حقونو او د افغانستان د راتلونکي لپاره پر لارنقشې یې خبرې اترې کړې دي.
د ویانا څلورمه غونډه د اتریش د نړیوالو چارو انسټيټوټ له خوا د چنګاښ پر ۴مه د درېیو ورځو لپاره د ځينو طالب مخالفو سیاسي څېرو په حضور کې جوړه شوې ده. ګډونوال په دې غونډه کې د «دیموکراتیک افغانستان» لپاره خبرې اترې کوي.
د دغې ناستې په لومړۍ ورځ د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا د مشرتابه غړي محمد محقق، د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د «جګړې او سولې سړی» بللی دی. نوموړي ویلي، سره له دې چې په تېر کې حقاني د چاودنو مسوول و؛ خو په وینا یې، «بینالافغاني مذاکراتو» ته تمایل لري.
دغه راز، د ملي مقاومت جبهې په نامه د ټلوالې مشر احمد مسعود د ویانا څلورمې ناستې په لومړۍ ورځ ټينګار کړی چې طالبان په افغانستان کې د هېڅ قوم او ژبې استازیتوب نه کوي او په خبره یې دا «یوه استخباراتي، بهرنۍ او له افغانانو پرته مفکوره ده او یو قوم، ژبې، دین او کلتور پورې یې تړل لویه جفا ده.»
دغو څرګندونو ته سیاستوالو او د ټولنیزو شبکو کارکوونکو پراخ غبرګونونه ښودلي دي. ځينو کارنو د دې غونډې ډېری ګډونوال چې په تېر کې یې د حکومت په لوړو څوکیو کار کړی، په بې کفایتۍ او پلان نه لرلو تورن کړي دي.
د افغانستان د ملي کنګرې په نوم ګوند مشر لطیف پدرام د ویانا ناسته «د ویانا میلمستیا» بللې ده. نوموړي د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا د غړي محمد محقق او د ملي مقاومت ټلوالې د مشر احمد مسعود د نوم له یادولو پرته، د هغوی پر څرګندونو نیوکې کړې دي.
پدرام په خواله شبکې فیسبوک کې لیکلي: «د ویانا څلورمه میلمستیا، سراجالدین حقاني چې د جګړې او سولې سړی هم دی، ستایلی. دغه راز وویل شو چې طالب یوې ژبې او قوم پورې تړلی نه دی. په دې مانا چې طالب ملي خوځښت او پراخ بنسټه دی.»
بل پلو، په مخکېني حکومت کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر سید انور سادات د ویانا ناستې پر قومي ترکیب نیوکه کړې او هغه یې ملي مقاومت جبهې پورې اړونده بللې ده. نوموړي لیکلي: «هغه ځای چې په افغانستان کې اوسني نظام د ترک توکمو لپاره ځانګړی کړی څو وارې له هغه ښه دی چې مقاومت جبهې په ویانا ناسته کې د ترک توکمو لپاره ځانګړی کړی.»
ورته مهال، د دغې ناستې یو ګډونوال عبدالله رحیمي د سادات په ځواب کې لیکلي چې د دغې ناستې ریاست چې په غونډه کې تر ټولو لوړ ځای ګڼل کېږي، د ډاکټرې عالیې یلماز په غاړه دی. نوموړي د جمعیت اسلامي او اسلامي جنبش استازو او د ویانا د څلورمې ناستې سیاسي کمېټې د مشر یادونه کړې چې افغان ترک توکمه دي.
دغه راز، نوموړي پر ښاغلي سادات تور لګولی چې ناخبره دی او له طالبانو سره تعامل کوي. هغه لیکلي: «تاسې له اصلي خبرې او دریځونو خبر نه یاست او د څو مغرضو کسانو په راپور بسنه کوئ. پوهېږم ښاغلی سادات صیب، باید د طالب ضدو څېرو ناستې نقد کړئ، ځکه له طالب سره تعامل لرئ.»
ځينو طالب څېرو هم د ویانا غونډې ته غبرګون ښودلی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي د ویانا ناستې ګډونوال یو «سرګردانه ټولی» بللی. نوموړي ادعا کړې چې د دغې ناستې د ګډونوالو سترګې بهرنیانو ته دي او له ناکامۍ سره مخ دي. هغه د ناستې پر ګډونوالو تور لګولی چې له نړیوال سیاست څخه سم پوهاوی او د سیاست په بازار کې خریدار نه لري.
حمیدالله چې محصل دی، د ویانا ناسته د طالبانو پر ضد د همپالنې او واحد غږ د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی او وايي چې په دې اړه د طالبانو له «بېځایه» څرګندونو سره سره، د نړۍ په هر ګوټ کې د خپلو مخالفانو له یوځای کېدنې وېره لري.
دا محصل زیاتوي: «طالبان له هر کوچني غږ او احتجاج وېره لري. دا چې په اروپا کې یو لوی شمېر سیاستوال د افغانستان دیموکراتیکې راتلونکې په اړه خبرې اترې کوي، ډېره وېره ترې لري؛ ځکه په کور دننه او بهر مشروعیت نه لري.»
دا نیوکې داسې مهال شوې دي چې د ویانا ناستې پر دویمه ورځ د «دیموکراتیک افغانستان» په اړه خبرې شوې دي. ګډونوال په څلورو کمېټو وېشل شوي و او د افغانستان سیاسي وضعیت، نړیوالو اړیکو (سیمهییزې او له سیمې وراخوا)، د بشري حقونو او د افغانستان د راتلونکي لپاره پر لارنقشې یې خبرې اترې کړې دي.
د دې غونډې يو ګډونوال فضل احمد معنوي په ناسته کې د ګډونوالو قومي، ګوندي، فکري او مذهبي تنوع هڅوونکې بللې ده. نوموړي په ټولنیزې شبکې اېکس کې لیکلي: «د ویانا څلورمې غونډې د ګډونوالو ترمنځ قومي، ګوندي، فکري او مذهبي تنوع د یو واحد هدف لپاره چې هغه د ظلم او جهالت له تورتم څخه د افغانستان خلاصون دی، هڅوونکې ده. د هرې ورځې په تېرېدو او هرې غونډې په جوړېدو د هېواد د ازادۍ لپاره همغږي وينو. دا د ښې راتلونکې لپاره هیلې زیاتوي.»
دغه راز، د ټولنیزو شبکو ځينو کارکوونکو د ویانا په ناسته کې د ګډونوالو عکسونه خپاره کړي او د نیوکې ترڅنګ یې ویلي چې ان یوه ښځه هم په لومړي صف کې نه لیدل کېږي. ځینو نورو بیا دا ناسته مهمه او ارزښتناکه بللې ده. هغوی ویلي چې د دوحې درېیمې راتلونکې ناستې په درشل کې د ویانا ناستې ترسراوی له طالبانو سره د ملګرو ملتونو یو اړخیز تعامل پر وړاندې د طالبانو د مخالفانو د یوموټي غبرګون لپاره مناسب اقدام دی.
له دې وړاندې د بشري حقونو ځینو بنسټونو د دوحې له درېیمې ناستې د ښځو او مدني ټولنې استازو پر لرې کولو کلکې نیوکې کړې دي. د هغوی په خبره، دا ګام په نامستقیمه توګه طالبانو ته د تسلیمېدو په مانا دی او ملګري ملتونه او غړي هېوادونه «ستراتیژیکه تېروتنه» کوي.
د یادونې ده چې ځينو رسنیو د امریکا باندنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې تر اوسه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړو استازو د دوحې درېیمه غونډه کې د ګډون پرېکړه کړې نه ده.





