۸صبح، هلمند: په هلمند کې ځايي طالب امنیتی چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یو کس د خپل لمسي له خوا وژل شوی او زوی یې ټپي دی.
په هلمند کې د طالبانو د والي ویاند محمدقاسم ریاض چهارشنبه د چنګاښ پر ۶مه ویلي چې دا کس ۷۰ کلن و.
نوموړي زیاته کړې چې دا پېښه د ګرشک ولسوالۍ په حیدراباد سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړی چې دا کس د خپل لمسي له خوا په ښکاري توپک وژل شوی او تورن له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی.
ریاض د دې پېښې لامل کورنۍ ستونزه بللې.
په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.
پرون هم یو ځوان د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې وژل شوی و.